کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو د سازمان مشر د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره لیدنه کې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه سازمان افغانستان کې د روغتیايي خدماتو ښه کولو او پراخولو ته ژمن دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت نن (سهشنبه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو د افغانستان لپاره د بېپولې ډاکټرانو سازمان له مشر میکایل لیپي سره د دغه وزارت د سرپرست مولوي نورجلال جلالي د کتنې خبر ورکړی دی.

جلالي هېواد کې له روغتیايي سکټور سره د دغه سازمان د مرستو زیاتوالی اړین بللی او په دې برخه کې یې د خدماتو د لا ډېرېدو غوښتنې ترڅنګ، د روغتیايي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، د خدمتونو د کیفیت پر ښه کولو او اغېزمنتیا هم ټينګار کړی دی.

دغه راز، میکایل لیپي هم افغانستان کې روغتیايي خدماتو پر ښه کولو او پراخولو ټينګار کړی او ژمنه یې کړې چې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه کولو او همغږي لپاره به لا زیاتې هڅې کوي.

بلخوا، هغه په هرات، کندوز او هلمند ولایتونو کې د روغتیايي خدماتو د دوام په اړه خبرې کړې او زیاته کړې یې ده چې په دغو ولایتونو کې د دوی لخوا روغتیايي مرکزونه به د عامې روغتیا له وزارت سره په همکارۍ او همغږۍ خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.