Language

د اتریش یوه ښوونځي کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۱۹ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اتریش په سوېل کې یوه ښوونځي کې د ډزو له امله د یوه سړي په ګډول ۹ زده‌کوونکي وژل شوي او ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

رویترز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه پېښه نن د اتریش په ګراتس ښار کې شوې ده.

راپور کې راغلي چې د یادې پېښې قربانیانو کې اته زده‌کوونکي او یو سړی شامل دي او لږ تر لږه ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د ګراتس د ځايي پولیسو ویاند رسنیو ته ویلي چې وضعیت تر کنټرول لاندې او عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

رویټرز د «کرونن تسایتونګ» ځایي ورځپاڼې له قوله لیکلي چې د تورن کس جسد د ښوونځي په تشناب کې موندل شوی دی.

په راپور کې راغلي چې اتریش یو له هغو اروپایي هېوادونو دی چې د ملکي وګړو ترمنځ د وسلو د مالکیت لوړه کچه لري.

د «کوچنیو وسلو سروې» د څیړنیزې پروژې د شمېرو پربنسټ، په دغه هېواد کې په منځني ډول له هرو ۱۰۰ کسانو څخه شاوخوا ۳۰ یې وسله لري.

سرچینې زیاته کړې چې د یادې پېښې د انګېزې او څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.