کابل (پژواک، ۸ چنګاښ ۱۴۰۴): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې ویلي، اسلامي امارت لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د مالیزیا له ځانګړي استازي داتو احمد اعظم او مل پلاوي سره وکتل.
یاد وزارت لیکلي، په دې کتنه کې د افغانستان او مالیزیا تر منځ په سیاسي او اقتصادي اړیکو او د همکاريو پر پراختيا خبرې وشوې.
متقي ویلي، له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان اړيکې مخ په پراخېدو دي او له ګاونډيو او سيمهييزو هېوادونو سره مثبت تعاملات لري او زياته کړې یې ده، افغانستان لېواله دی چې د جنوب ختیځې اسیا له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د مالیزیا د پلاوي غړو د مالیزیا او افغانستان تر منځ د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ او د افغانستان وضعیت يې مخ پر وده تعبیر کړ.
هغوي ویلي چې افغانستان ته یې دغه سفر د مالیزیا د لومړي وزیر انور ابراهیم په ځانګړي هدایت تنظیم کړی او هیله يې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې په لوړه کچه سفرونو ته زمینه مساعده شي.