کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۴): په تېرو نږدې څلورو کلونو کې د حکومت له خوا په ټول هېواد کې څه باندې ۱۸۲ زره کسان د حرفوي، تخنیکي او مسلکي زدهکړو له مرکزونو فارغ شوي؛ مسوولین دغه پروګرامونه د بېکارۍ راکمولو لپاره مهم ګام بولي، خو شنونکي ټینګار کوي چې یوازې زدهکړې کافي نه دي، بلکې باید فارغانو ته د کار دوامداره فرصتونه هم برابر شي.
د پژواک خبري اژانس خبریال د کابل ښار د خیرخانې سیمې د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د حرفوي زدهکړو یوه مرکز ته ورغلی او هلته یې له یو شمېر زدهکوونکو سره خبرې کړې دي.
یاد ځوانان وایي، دوی دغه مرکز ته د دې لپاره راځي څو یو کسب زده کړي او په راتلونکي کې خپلو کورنیو ته حلاله روزي پیدا کړي.
د دغه مرکز په یوه ټولګي کې شاوخوا ۳۰ ځوانان د خیاطۍ ماشینونو ته ناست وو، په څېرو کې يې هیلې او د راتلونکي روښانه انځور ښکاریده، دا یوازې یو ټولګې نه دی، بلکې د زرګونو هغو ځوانانو استازیتوب کوي چې د تېرو نږدې څلورو کلونو په ترڅ کې د حکومت له لوري د مسلکي زدهکړو پروګرامونو ته جذب او فارغ شوي دي.
حکمتالله چې په کابل ښار کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په یوه حرفوي مرکز کې خیاطي زده کوي وایي: «مخکې بېکاره وم، اوس خوشحاله یم چې د خیاطۍ برخه کې د زدهکړې زمینه راته برابره شوه او د دغه مسلک په زده کولو سره کولای شم د خپلۍ کورنۍ لپاره حلاله روزي پیدا کړم.»
نوموړی وایي، له دغه ځایه چې فارغ شي، په کابل کې د خیاطۍ دوکان جوړوي او خپل شخصي کاروبار پیلوي.
بل لور ته، فیصل چې له دې مخکې په ایران کې مهاجر و او اوس تازه بېرته هېواد ته راستون شوی، له یوې میاشتې راهیسې د کابل په یوه حرفوي مرکز کې فلزکاري زده کوي. نوموړی وایي، خوښ دی چې د حرفوي زدهکړو زمینه ورته برابره شوې ده.
هغه وویل: «له دغه ځایه چې فارغ شوم، غواړم یو دوکان ځان ته جوړ کړم او په خپل هېواد کې یوه نمړۍ ډوډۍ د ځان او کورنۍ لپاره پیدا کړم.»
خو کیسه یوازې تر زدهکړو نه ختمېږي
شنونکي دغه کار د مهارتونو په لوړېدو کې یو مثبت ګام بولي، خو ټینګار کوي، کوم کسان چې له حرفوي، تخنیکي او مسلکي زدهکړو فارغېږي، باید په دوامداره توګه په خپلو برخو کې په کار مصروف وساتل شي.
د افغانستان د خواریکښو او مزدورانو سراسري اتحادیې مشر محمدلیاقت عادل وایي، خلکو ته حرفوي، تخنیکي او مسلکي زدهکړې ورکول یو ډېر ښه اقدام دی.
هغه زیاتوي: «په حرفوي زدهکړو کې د کار مارکېټ ډېره مهمه موضوع ده، باید په نظر کې ونیول شي؛ اکثره مسلکي کسانو بېرته خپل مسلکونه پرېیښي او علت یې هم دا وي چې د کار په مارکېټ کې هغوی ته اړتیا نه وي، موږ که د کار مارکېټ په پام کې ونیسو، مثلاً موږ ته په کار نجار دی او موږ ګلکار ټولنې ته وړاندې کوو، په کار خیاط وي او موږ موټرچلوونکی ټولنې ته وړاندې کوو.»
نوموړی وایي، کوم کسان چې له حرفوي زدهکړو فارغېږي، هغوی باید په دوامداره توګه په خپلو برخو کې مصروفه وساتل شي.
هغه زیاته کړه: «موږ ډېر خلک وینو چې په حرفوي زدهکړو سمبال دي خو بیا هم په بازار کې ځای نه لري او بېکاره پاتې دي؛ که چېرې د حرفوي او فني زدهکړو پروسه همداسې دوامداره او په اساسي توګه مخې ته ولاړه شي، نو په هېواد کې د بېکارۍ په له منځه وړو کې څه ناڅه ګټور تمامېدلی شي.»
د نوموړي په خبره، په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه ده، باید په دې برخه کې اساسي کار او پانګونه وشي.
بل لور ته، د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وایي، په یوه هېواد کې فني کارګران درلودل ډېر مهم دي او دوی کولای شي په اقتصادي پرمختګ کې کلیدي رول ولوبوي.
هغه وویل: «اړتیا ده چې د حرفوي زدهکړو پروسه په جدي توګه تعقیب شي څو موږ وکولای شو فني او مسلکي خلک د کار بازار ته وړاندې کړو. په افغانستان کې متاسفانه فني او مسلکي خلک کم دي او اوسمهال دلته ډېری بهرني وګړي په فني او تخنیکي برخو کې په کار مصروف دي.»
نوموړی وایي، که همداسې په فني او مسلکي برخو کې کسان وروزل شي، له شک پرته به د هغو بهرنیو وګړو ځای ونیسي چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په کار بوخت دي.
د رشتیا په خبره، له فني او مسلکي کسانو نه یوازې د هېواد دننه استفاده کېدلای شي، بلکې له هېواده بهر هم تللای او کار کولای شي.
په نږدې څلورو کلونو کې څه باندې ۱۸۲ زره کسان په بېلابېلو حرفوي، تخنیکي او مسلکي برخو کې روزل شوي
د کار او ټولنیز چارو وزارت ویاند سميعالله ابراهيمي وایي، په هېواد کې د بېکارۍ کچې ته په کتو هغه هېوادوال او بشري ځواک چې بېکاره دي، تر ډېره هغه کسان دي چې نالوستي دي او فن او مهارت نه لري.
هغه زیاته کړه، دې ستونزې ته د رسېدو لپاره د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې تر پنځو ډېر د فني او حرفوي زدهکړو مرکزونه فعال کړي چې زرګونه هېوادوال، په ځانکړي توګه ځوانان پهکې په روزنه بوخت دي. دغه ځوانان په ۷۰ حرفوي برخو کې چې د کار د بازار د اړتیا پر اساس انتخاب شوې، زدهکړې کوي.
دی وایي، د اسلامي امارت له راتلو وروسته په ټول هېواد کې ۱۵۰ زره کسانو ته فني او حرفوي زدهکړې ورکړل شوې چې ډېرو ته یې اړوند کاري وسایل هم وېشل شوي دي.
د ابراهیمي په خبره، د دې ترڅنګ د هغو کسانو لپاره چې له اعتیاده رغېږي هم په کابل، هرات او کندهار ولایتونو کې د حرفوي او فني زدهکړو ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي.
نوموړی وایي، کومو کسانو چې تر اوسه له فني او حرفوي زدهکړو فارغ شوي، ډېرو ته یې د کار زمینه برابره شوې ده.
هغه وویل، د حرفو نصاب ته په کتو، د زدهکړو موده له څلورو میاشتو نیولې تر نهو میاشتو پورې دوام کوي.
بلخوا، د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ویاند مولوي نثاراحمد الیاس وایي چې په تېرو څلورو کلونو کې څه باندې ۳۲ زره کسان له تخنیکي او مسلکي زدهکړو فارغ شوي او دغه اداره په ۷۴ بېلابېلو تخنیکي او مسلکي برخو کې خلکو ته روزنه ورکوي.
د هغه په خبره: «په دې اداره کې له نهم ټولګي پورته د لېسې تر کچې او له ۱۲ څخه فارغ د انسټیټیوټ تر کچې زدهکوونکي جذبېږي.»
نوموړی وایي، اوس مهال څه باندې ۸۵ زره زدهکوونکي په تخنیکي او مسلکي برخو کې په زدهکړو بوخت دي.
دی وایي: «همدارنګه د نورو شاګردانو ترڅنګ نجونې هم له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې په دې اداره کې په زدهکړو بوختې دي.»
په افغانستان کې د اوږدې جګړې او اقتصادي ننګونو له امله د بېکارۍ کچه لوړه ده، حکومت د فني، حرفوي او مسلکي زدهکړو پروګرامونه پراخ کړي، خو شنونکي ټینګار کوي چې د دغو زدهکړو ترڅنګ باید بازارمحوره پلانونه او دایمي کاري فرصتونه برابر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP