غزني (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۴): د غزني سیمهییز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د واغظ ولسوالۍ کې د لس میلیون افغانیو په ارزښت د څښاک اوبو یوه شبکه جوړيږي.
د واغظ ولسوال، مولوي محمد ایوب جبیر پژواک خبري اژانس ته وویل، چې د دې شبکې مالي لګښت د په کابل کې متحده عربي اماراتو سفارت له لوري ورکول کېږي.
هغه زیلته کړه چې د اوبو دا شبکه به شاوخوا ۵۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي او تمه ده چې د شپږو میاشتو په موده کې به بشپړه شي.
د جبیر په وینا، دا پروژه یوه ژوره څاه، د اوبو پمپ، ۸۰۰ متره پایپونه او یوه د اوبو ذخیرهتون لري، چې یو لک لیټره د اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري.
هغه له نورو مرسته کوونکو بنسټونو هم وغوښتل، چې د پاکو اوبو د برابرولو په برخه کې له سیمهییزو ادارو سره همکاري وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP