Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو سلګونه افغانان ازاد شوي

کابل (پژواک، ۲ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېره یوه میاشت کې د پاکستان له زندانونو ۶۸۸ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

یاد وزارت نن (پنجشنبه، د زمري ۲مه) د یوې اعلامیې په خپرولو لیکلي: «د کندهار ولایت په سپین‌بولدک کې د کډوالو لېږدولو امریت د معلوماتو له مخې، یاد کسان د قانوني اسناد درلودو سربېره د پاکستان هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او هر یو له یوې تر اوو ورځو بندیان وو.»

د سرچینې په حواله، دغه کسان د ثبت او بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د چنګاښ په ۵مه هم ۱۰۴ تن افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راګرځېدلي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.