Language

د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی پروېز سهار نن له خپل بوسنیایي سیال سره لوبه کوي

کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۴): د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی پروېز سهار نن له خپل بوسنیایي سیال سره لوبه ترسره کوي.

پروېز سهار پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دوی ترمنځ لوبه نن شنبې د شپې اته‌نیمې بجې د جرمني په هامبورګ ښار کې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «زما سیال اصلاً د بوسنیا هېواد دی خو اوس په جرمني کې اوسېږي.»

نوموړی وایي چې سیال یې پیاوړی دی خو لوبې ته پوره چمتووالی نیولی او هیله لري چې ماته ورکړي.

د یادونې ده، پروېز سهار له دې مخکې پنځه لوبې ترسره کړې چې درې یې ګټلې او دوه یې بایللې دي.