Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

غزني ښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال شپنۍ سیالۍ د «حیدر کرار» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد، پژواک خبري آژانس ته وویل، دغه سیالۍ چې د غزني مرکز اړوند د پیرزاده کلي د والیبال په لوبغالي کې یوه میاشت مخکې د والیبال فدراسیون له لوري او د بدني روزنې او ورزش آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د «حیدر کرار» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

نوموړي وویل، د دغو سیالیو پای‌لوبه د «حیدر کرار» او «اریانا» لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې «حیدر کرار» لوبډلې «اریانا» ته درې پر صفر ماته ورکړه او لومړی مقام یې وګاټه، «آریانا» دویم او «خواجه علي» بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ د والیبال ورزش ترویج، د ځوانانو هڅونې، د دوستۍ روحیې پیاوړتیا، له ټولنیزو زیانونو څخه د ځوانانو ژغورنې او د سیمه‌ییزو ورزشي استعدادونو پېژندلو په موخه ترسره شوې.

په ورته وخت کې، د یادو سیالیو ګډونوال خوښ دي چې په دغه ولایت کې د والیبال سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره شوې.

د سیالیو یوه ګډونوال، شیرعلي، پژواک خبري آژانس ته وویل، ورته سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو تجربې پیاوړې کړي او غوښتنه کوي چې ورزشکارانو ته دې په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.