کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): کابل ښار کې د شکریې شمس په نوم یوې مېرمنې چې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو یې نه یوازې د خپلې کورنۍ په اقتصاد کې ونډه اخیستې، بلکې لسګونو نورو ښځو او نجونو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده؛ هغه له اسلامي امارته غواړي چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره له بهره د جامو واردات کم کړي.
د کابل ښار د شوربازار په یوه کوڅه کې د خیاطۍ ماشینونو د څرغ یو نواخته غږ د هغو نجونو له هیلو سره تړلی چې هره ورځ د تار او ستنې په وسیله د خپلو راتلونکو هیلو پوره کولو لپاره هڅې کوي. له شورماشوره په ډکه دې کارګاه کې ۳۸ کلنه او د څو ماشومانو مور شکریې شمس په نه ستړې کېدونکو لاسونو او له انګېزې په ډک زړه د «د افغان مېرمنو د کسب او کار مرکز» جوړ کړی؛ هغه ځای چې د جامو ګنډل په کې یو کار نه دی، بلکې د خپلواکي، پر ځان د باور او د ژوند جوړولو لار هم ده.
له ایرانه تر کابله: په تش لاس د کار پیل
شکریې له ماشومتوبه له خیاطۍ سره مینه درلوده. هغه چې په ایران کې یې د کډوالۍ ژوند تېراوه، له خپلې مور یې خیاطي زده کړه او وروسته یې د جامو د ډیزاین او طراحۍ برخه کې د ليسانس تر کچې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. کله چې له کلونو وروسته افغانستان ته راوګرځېده، ډېرو کمو کسانو یې پر بریالیتوب باور درلود، خو خپله وايي: «کله چې له ایرانه راغلم، ډېرو ملګرو مې ویل چې دلته کار نشته، خو ما په ډېره کمه پانګه د خیاطي په یوه ماشین او هغه هنر چې درلود مې، له صفره پيل وکړ او هيڅ ډار مې نه درلود.»
هغې په لومړیو کې په خپل کور کې کار کاوه او ګاونډیانو او خپلو دوستانو ته یې جامې ګنډلې، خو د وخت په تېرېدو یې وړتیا د هر چا په خوله یادېده او د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې مشتریان پيدا کړل.
له لېوالتیا تر سوداګرۍ؛ د یوې لویې کارګاه جوړول
خو د شکریې هیله د یوې مغازې له جوړولو لوړه وه، یاد کار ته د هغې لېوالتیا د دې لامل شوه چې د خیاطۍ دوکان پر کارګاه بدله کړې چې نه یوازې خپله، بلکې ډېرې نورې ښځې هم د کار څښتنانې شي.
هغې دوه کاله مخکې د ۳۰ زره ډالرو په پانګونه د خیاطۍ ۲۵ ماشینونه او د اړتیا وړ نور توکي وپېرل او د کابل په شوربازار سیمه کې یې لویه کارګاه جوړه کړه چې اوسمهال یې څه باندې ۳۰ ښځو او نجونو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
یادې نجونې او ښځې هره ورځ د سهار له اتو د مازدیګر تر ۵ بجو په یاده کارګاه کې کار کوي او د ګنډلو، سکښت، اوتو کولو او نورو برخو کې کار کوي.
شکریه د خپل کاروبار له ودې خوښه ده او وايي چې هره میاشت له ۵۰ تر یو سل زره افغانیو ګټه ترلاسه کوي.
هغه وايي چې د خپل د کار په لړ کې یې ډېرې ستونزې وليدې، خو هيڅکله تسلیم نه شوه او غواړي خپلو موخو ته ورسېږي او داسې ورځ راورسېږي چې کاروبار یې غوړېدلی وي او زرګونه ښځو ته د کار زمینه برابره کړي.
د ښځو له خوا د ښځینه محفلي جامو تولید
د کارګاه په ګرمه او صمیمي فضا کې د ماشینونو، بیاتي، رنګا رنګ تارونو او سکښت شوو ټوټو خیاطۍ ته نوې بڼه ورکړې ده.
شکریې چې د همکارانو په منځ کې یې په مینه او لېوالتیا جامې ګنډلې، وویل: «کومې جامې چې اوس یې ګنډم، د یوه مشتري د نکریزو شپې جامې دي. د ټولو لګښتونو په پام کې نیولو سره یې په ۲۵ زره افغانۍ ګنډم؛ په داسې حال کې چې دغه ډول جامې په بازار کې تر ۴۵ زره افغانیو پلورل کېږي.»
هغه نه یوازې خپل هنر خپلو زدهکوونکو ته لېږدوي، بلکې خپله ټوله هڅه کوي څو نجونې په ښه توګه خیاطي زده کړي او له مالي اړخه خپلواکې شي.
نجونو او حکومت ته پیغام
شکریه له نورو ښځو او نجونو غواړي چې له خپل هنر او وړتیاوو غافلې نه شي، هغې زیاته کړه: «زموږ ځوانان باید له کوچنیو کارونه پیل او اقدام وکړي. خپل فکر ته د عمل جامه ور واغوندي او هيڅوک ناهیلي نه شي، مهم یې فکر او انګېزه دي او اقدام دې وکړي.»
هغه له کورنیو هم غواړي چې د خپلو لوڼو د فني مهارتونو د زدهکړې مخه ونه نیسي او له حکومته هم غوښتنه کوي څو له کورنیو تولیداتو ملاتړ وکړي او د خارجي جامو واردات محدود کړي څو د افغان مېرمنو لپاره د کار زمینې ډېرې شي.
هغه نجونې چې په دغه ځای کې د خیاطۍ له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي
د کابل ښار د شوربازار اوسېدونکې حسنا چې له نږدې دوو کلونو راهیسې د جامو ګنډلو لپاره دغه مرکز ته ورځي وايي، پنجابي جامې، افغاني ګنډونه او شپږ درزه جامې سکښت کوي او ګنډي یې.
یاده نجلۍ وايي، غواړي چې د خیاطۍ هنر له لارې له اقتصادي ستونزو سره مبارزه وکړي څو پر ځان بسیا شي او هیله لري چې خپله د نجونو لپاره دا ډول مرکز جوړ کړي څو له دې لارې پرمختګ وکړي او پر ځان بسیا شي.
هغه چې د دې کارګاه له مسوولې راضي ښکاري وویل، د یادې کارګاه مسووله هڅه کوي څو نجونې خیاطي سمه زده کړي او له ټولو شاګردانو سره زیار باسي.
د زینب په نوم یوه بله نجلۍ چې له یوه کال راهیسې په دې کارګاه کې د جامو په ګنډلو بوخته ده وايي، هره ورځ د سهار له اتو بیا د مازیګر تر پنځو بجو پورې په دغه ځان کې جامې ګنډي.
نوموړې له نجونو وغوښتل چې راشي او خیاطي وکړي او له دې لارې خپلې مالي اړتیاوې پوره کړي او پر ځان بسیا شي.
کارپوهان: د متشبثو او سوداګرو ښځو ملاتړ دې وشي
د ښځو د حقونو فعالې لیما شېرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، د هېواد او کورنیو د اقتصاد په وده کې د سوداګرو مېرمنو رول ډېر ارزښتناک دی او باید هغوی ته د کار او د ژوند د اړتیاوو برابرولو زمینه مساعده شي.
نوموړې زیاته کړه: «حکومت دې د مېرمنو سوداګریز فعالیت ذ ودې لپاره د اسانه او اوږدمهاله پورونو زمینه برابره کړي څو لا ډېرې مېرمنې وکولای شي چې له دې لارې هم وطن ته خدمت او هم له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي.»
کابل ښار کې د یوې تحصیلي موسسې د حقوقو او سیاسي علومو استاد عبدالله کاکړ نثاري د اقتصاد په برخه کې د مېرمنو کار ډېر اړین وارزاوه، ویې ویل: «د مېرمنو ټولنیز رول برجسته کېږي، هغوی د ځان بسیاینې او اقتصادي استقلالیت احساس کوي.»
هغه ټینګار وکړ چې باید د کورنیو او حکومت له لوري د یادو مېرمنو ملاتړ وشي او زیاته یې کړه: «مېرمنو ته د کار زمینې برابرول نه یوازې کورنۍ ځان بسیاینې ته رسوي، بلکې د هېواد د اقتصاد په پرمختګ کې هم مهم رول لري.»
د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو وروسته پانګهوالو مېرمنو ته ۲۰۰ جوازونه وېشل شوي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد پژواک خبري اژانس ته وویل، په تېرو کلونو یعنې د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو څخه مخکې د مېرمنو لپاره ټول څه باندې ۹ زره د سوداګرۍ جوازونه وېشل شوي وو خو د اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې پانګهوالو مېرمنو ته کابو ۱۲۰۰ جوازونه وېشل شوي دي.
جواد دغهراز څرګنده کړه، سوداګرې مېرمنې اوسمهال په اوو بېلابېلو سکټورونو لکه روغتیا، کرنې، مالدارۍ، ساختماني، مرستهرسونې او د خدمتونو، صنعتي او سوداګریزې عدالت غوښتنې برخو کې فعالیت لري.
خو نوموړي ونه ویل، په هغو شرکتونو کې چې د مېرمنو له لوري رامنځته شوي، څومره نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره شوې خو څرګنده یې کړه چې اوسمهال شاوخوا ۵۰ زره مېرمنې د چرګانو او غواګانو د ساتنې، خیاطۍ او په نورو برخو کې په رسمي توګه په کار بوختې دي.
ورته مهال، د افغانستان د مېرمنو د صنعت او سوداګرۍ خونې رییسې سلما یوسفزۍ وویل، اوسمهال په هېواد کې په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې ۱۰ زره او ۶۶۱ مېرمنې په فعالیت بوختې دي.
هغې هم د هېواد او د کورنیو د اقتصادي ودې برخه کې د سوداګرو او متشبثو مېرمنو رول اړین وباله او ویې ویل، مېرمنو ته د کار لا ډېر زمینې برابروي؛ ځکه له دې لارې د کورنیو مالي وضعیت ښه کېږي او فقر کمېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP