Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ټرمپ: که پوتین په اوکراین کې د سولې خنډ وګرځي، له سختو عواقبو سره به مخ شي

کابل (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کې له سولې سره هوکړه ونه کړي، «له سختو عواقبو» سره به مخ شي.

ټرمپ او ولادیمیر پوتین به سبا (جمعه) د امریکا په الاسکا ایالت کې لیدنه وکړي څو د اوکراین د درې‌نیم کلنې جګړې پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (چهارشنبه) ویلي چې کېدای شي د دواړو لورو تر لومړۍ لیدنې وروسته ژر د اوکراین د مشر په ګډون دویمه ناسته هم ترسره شي.

کله چې له ټرمپه وپوښتل شول که پوتین د جمعې ورځې له لیدنې وروسته د جګړې له درولو سره موافقه ونه کړي، روسیه به له عواقبو سره مخ شي، نوموړي ځواب ورکړ: «هو، هغوی به له عواقبو سره مخ شي.»

هغه څرګنده کړې، که لومړۍ ناسته په ښه توګه پر مخ ولاړه شي، د دواړو هېوادونو مشران به ژر بله ناسته هم ترسره کړي.

هغه زیاته کړه: «زه غواړم نږدې سملاسي دغه کار وکړم او که هغوی چمتو وي، د ولسمشر پوتین، ولسمشر زلینسکي او زما ترمنځ به ژر بله ناسته هم ولرو.»

ټرمپ دا نه ده روښانه کړې چې دا عواقب به څه وي خو له دې وړاندې یې ویلي وو چې د جګړې د ختمېدو لپاره باید هم کې‌یف او هم مسکو له خپلو یوې برخې ځمکو تېر شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.