هرات (پژواک، ۲۷ زمری ۱۴۰۴): په هرات کې هغه نهه کلن ماشوم چې په اتو ژوندیو ژبو خبرې کوي وايي، دغه ژبې یې په تېرو دوو کلونو کې زده کړې او له حکومته غواړي څو د لا پرمختګ لپاره یې ملاتړ وکړي.

دغه ماشوم چې محمد اميري نومېږي او د هرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ژبه یې ښوونځي یا نورو کورسونو ته له تلو پرته د يوټيوب له لارې يوازې په دوو میاشتو کې زده کړې ده.

نوموړی چې په فرانسوي، جرمني، ترکي، عربي، انګلیسي، اردو، پښتو او فارسي ژبو خبرې کولای شي، ویې ویل: «د ژبو زده کولو سربیره، په ریاضي کې هم ځانګړي وړتیاوې لرم او له حکومته غواړم چې زما د لا پرمختګ زمینه برابره کړي.»

هرات کې د یوه ښوونیز مرکز ښوونکي هم د دغه ماشوم وړتیاوې تاییدوي.

په هرات کې د یوه ښوونیز مرکز مسوول میراحمد عطایي چې پرون یې له محمد څخه ازموینه اخیستې، وايي چې د دغه ماشوم ادعا ریښتیا ده. هغه ټینګار کوي چې په افغانستان کې د زدهکړې دا کچه بېساري ده او باید دغه له ډول استعدادونو پر وخت ملاتړ وشي.

دغهراز په هرات کې د جرمني ژبې ښوونکی نذیراحمد رحیمي هم ټینګار کوي چې داسې استعدادونو ته باید له هېواده د وتلو اجازه ورنهکړل شي؛ ځکه چې دوی د افغانستان ویاړ دي.

بلخوا، د یاد ماشوم پلار حفیظ الله امیري وايي چې شاوخوا دوه کاله مخکې د خپل زوی له وړتیا خبر شوی؛ هغه د الفبا له زده کولو وروسته وتوانېد چې په چټکۍ سره مختلفې ژبې زده کړي.

هغه هم له حکومت او خلکو وغوښتل چې د زوی هر اړخیز ملاتړ یې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت د مقام ویاند مفتي محمدیوسف سعیدي له دغه ماشوم سره د والي د لیدنې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ولایت مقام د محمد د استعداد ستاینې ترڅنګ، ژمنه کړې چې په راتلونکي کې به هغه ته د زدهکړو او تدریس هر اړخیز ملاتړ چمتو کړي.