میدانښار (پژواک، ۲ وږی ۱۴۰۴): د میدانوردګو د چاپېریالساتنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې له ښکاریانو ترلاسه شوي ۱۶ ډوله مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شول.
د میدانوردګو د چاپېریالساتنې رییس مولوي اللهمحمد ذاکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې د امنیتي مسوولینو په همکارۍ اووه ښکاریان چې د ښکار وسایل هم ورسره وو، له ۱۶ ډوله مرغانو سره یوځای ونیول شول.
هغه زیاته کړه، له نیول شوو ښکاریانو سره شته مرغان بېرته طبیعت ته خوشي شول او په وینا یې، ښکاریانو ته عامه پوهاوی ورکړل شو، څو بیاځلي مرغان ښکار نه کړي.
هغه دغه راز ریاته کړه چې له ښکاریانو لیکلې ژمنې هم اخیستل شوې چې د مرغانو بیاځلي نیولو په صورت کې به عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.
د یادونې ده، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم پراساس په ټول هېواد کې د وحشي ژوو، مرغانو او کبانو ښکار او قاچاق بند دی. د مسوولینو په وینا، که هر چا له دغه امره سرغړونه وکړه، د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP