ژبه

پر ریاض هوايي ډګر تازه برید؛ یو کس مړ او ۱۱ ټپیان دي، ترکیې برید غندلی دی

Ahmad sohaib

۲۰ تله ۱۴۰۵ - ۰۸:۲۷

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۰ تله ۱۴۰۵): د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند عمومي اداره وایي، د ریاض پر ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو په تازه برید کې یو کس ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان دي؛ ترکیې دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.
«سعودي ګزیټ» د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند د عمومي ادارې له قوله راپور ورکړی چې په دغه برید کې یوه پاکستانی وګړی ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور کسان ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، ټپیان د درملنې لپاره روغتونونو ته لېږدول شوي او هوايي ډګر ته د اوښتو زیانونو او د تاسیساتو د خوندیتوب ارزونه روانه ده.
بلخوا، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ملک خالد پر نړیوال هوايي ډګر د حوثیانو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي یې دي چې د ملکي تاسیساتو او ملکي وګړو په نښه کول د نړیوالو قوانینو او بشري نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې دا ډول بریدونه، چې د سیمې امنیت او ثبات ګواښي، باید سمدستي ودرول شي؛ انقرې د سعودي عربستان له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل ملاتړ هم تکرار کړی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې حوثیانو د یاد برید مسوولیت منلی دی. د دې ډلې پوځي ویاند یحیی سریع ویلي، د دوی ځواکونو د ریاض د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د هدف ګرځولو لپاره څو عملیات ترسره کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شنبه پر همدې هوايي ډګر د حوثیانو په یوه خونړي برید کې ۱۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی و او ۳۰۹ نور ټپیان شوي وو .