میدان ښار (پژواک، ۷ وږی ۱۴۰۴ ): د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې له څه باندې زرو اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.
د میدانوردګو د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې یاده مرسته د دغه ریاست په همغږۍ د نړۍوال خوراکي پروګرام (دبلیواېفپي) له لوري د «TSDO» موسسې په تخنیکي همکارۍ د دغه ولایت په مرکزي بهسود ولسوالۍ کې پر ۱۰۵۱ اړمنو کورنيو وېشل شوې.
سرچینې لیکلي چې په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
د سرچینې په وینا، راتلونکې کې هم پلان لري څو د دغه ولایت په یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر اړمنو ورته مرستې وویشي.
د یادونې ده، څو ورځي مخکې هم د دغه ولایت په چک ولسوالۍ له څه باندې ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP