کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات کې یو کس د خپلې ښځې، مور او لور د وژلو په تور نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع پژواک خبري اژانس ته وویل چې نیول شوي کس د خپلې کورنۍ یاد درې غړي څو ورځې مخکې «په بېرحمانه ډول» وژلي وو.
هغه زیاته کړه چې پولیسو پر قتل تورن کس تېره ورځ د هرات په انجیل ولسوالۍ کې نیولی دی.
سرچینه وايي چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېرنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP