ژبه

بادغیس کې د کانونو د غیرقانوني کیندنې په تور دوه کسان نیول شوي

توسط نسرین سیدي

سپتمبر 8, 2025 - 12:06 pm

Views: 555

قلعهٔ‌نو (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): بادغیس کې امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په قادس ولسوالۍ کې د کانونو د غیرقانوني کیندنو په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د بادغیس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «امنیتي ځواکونو د قادس ولسوالۍ په شیخ‌احمد سیمه کې دوه کسان د قيمتي ډبرو کانونو د استخراج پر مهال نیولي دي.»

هغه زیاته کړه چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو لاندې دي او دوسیې به یې وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.