ژبه

فراهي: موږ جنګ نه غواړو، خو که مجبور شو داسې اقدام به وکړو چې ټول لوري به حیران شي

احمد صهيب حسرت

۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۹

Views: ۲

کابل (پژواک، ۲۲ تله ۱۴۰۵): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي وایي، اسلامي امارت جګړه نه غواړي، خو که مجبور شي «داسې اقدام به وکړي چې ټول لوري به حیران شي»؛ هغه همداراز ویلي چې له پاکستان سره تړلې لارې به تر هغو نه پرانیستل کېږي، څو دغه هېواد د افغانانو غوښتنې ونه مني.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معین مولوي مهاجر فراهي لغمان کې د خبریالانو فکري، عقیدوي، او مسلکي ظرفیت لوړونې سیمینار کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د امکان ترحده په جګړه کې ښکیل نه شي.

هغه وایي چې اسلامي امارت په نظامي برخه کې ستر پرمختګونه کړي دي.

فراهي زیاتوي: «موږ جنګ نه غواړو، خو که مجبور شو داسې اقدام به وکړو چې ټول لوري به حیران شي.»

هغه له پاکستان سره د افغانستان د تړلو لارو په اړه ویلي چې تر هغه به دغه لارې نه پرانیستل کیږي، څو پاکستان د افغانانو غوښتنې ونه مني.

د خپرونو چارو معین زیاتوي: «د پاکستان پوځي رژيم په ډېرې بې شرمۍ سره شرم لروونکي افعال ترسره کوي او د اسلامي امارت پرمختګونه نه شي زغملی…  جنګ د هېچا په ګټه نه دی او اسلامي امارت جنګ نه غواړي، که بيا هم پر موږ څوک یرغل کوي، موږ دا خپل مکلفيت ګڼو چې خپله دفاع وکړو او هر چاته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړو.»

دغه راز هغه وایي: «د اسلامي نظام دښمنان په نظام پسې ډول ډول تبلیغات کوي، غواړي چې اسلامي نظام نوم‌بدی کړي، خو دلته د تېر نظام د چارواکو په شمول ټول قشرونه خوندي دي. نو د رسنیو له مسوولینو، ژورنالیستانو او قلموالو مبارزینو څخه غواړو چې د دښمنانو د بې‌اساسو تبلیغاتو په وړاندې په کلکه مبارزه وکړي.»

هغه ویلي، د نړۍ د تاریخ له مطالعې څرګندېږي چې ننني پرمختللي هېوادونه له پیله په اوسني حالت کې نه وو، بلکې تر افغانستان هم کمزوري وو؛ خو د زیار او کار په پایله کې یې پرمختګ کړی دی. د ده په وینا، اسلامي امارت هم د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په پوره ژمنتیا کار کوي.

مهاجر فراهي وایي، په اسلام کې د مسلمانانو له امیر سره بیعت د ټولنې پر هر فرد فرض دی او مسلمانان مکلف دي چې د امیرالمؤمنین اطاعت وکړي او امرونه یې ومني.

هغه عمومي عفوه د اسلامي امارت له مهمو لاسته راوړنو او غوره اقداماتو څخه بللې او ویلي یې دي چې د ا.ا له بیا واکمنېدو سره د سوداګرۍ لپاره ښه زمینه برابره شوې، سلګونه صنعتي فابریکې فعالې شوې او دا مهال تولیدات کوي. د ده په وینا، د هېواد د لویو لارو د بیارغونې چارې هم روانې دي او د یو شمېر لارو کارونه بشپړ شوي دي.

د خپرونو چارو معین ویلي، رسنۍ باید حقایق خپاره کړي او داسې خپرونې جوړې او نشر نه کړي چې د اصولو خلاف او پر دروغو ولاړې وي. د ده په وینا، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو او خبریالانو بشپړ ملاتړ کوي.