کابل (پژواک، ۱۷ وږی ۱۴۰۴): د افغانستان د ټولګټو وزارت وايي چې په تېره اونۍ کې د هېواد د رېلپټلیو له لارې نږدې ۱۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
دغه وزارت نن (دوشنبه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د روانې وږي میاشتې له ۷مې تر ۱۳مې پورې د هېواد د رېلپټلیو له لارې ۹۹ زره او ۹۲۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې ۶۹ زره او ۵۱۶ ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۵ زره او ۸۰۶ ټنه د اقینې، ۱۱ زره او ۴۲۹ ټنه د تورغونډۍ او ۱۳ زره او ۱۷۶ ټنه انتقالات د خواف – هرات بندر له لارې شوي چې نفتي، غیرنفتي او نور توکي پهکې شامل دي.
دغه وزارت له سوداګرو غوښتي چې خپل سوداګریز توکي په خوندي، ارزانه او چټک ډول د اوسپنې پټلیو له لارې انتقال کړي او په مرکز او ولایتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت اړوندو مسوولینو سره اړیکه ونیسي.
په پای کې لیکل شوي چې د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معینیت هڅه کوي څو د سوداګریزو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP