ژبه

لوګر کې د ۲۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت درې رغنیزې پروژې بشپړې شوې

پل‌علم (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۴): لوګر کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او محمداغه ولسوالۍ کې د شاوخوا دوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

په دې اړه نیول شوو مراسمو کې د لوګر والي قاري صلاح‌الدین ایوبي او یو شمېر نورو مسوولینو او قومي مشرانو ګډون کړی و.

 د لوګر د اوبو او انرژۍ ریيس ملا محمداسماعیل اخندازه وویل، په دغو پروژو کې د محمداغې ولسوالۍ د مغل‌خېل کانال، په همدې ولسوالۍ د لشکري‌خېل د کانال لپاره ۴۲ متره په اوږدوالي او ۲.۵ متره په پلنوالي د اوبو د سیفن او په پل‌علم کې د حسن کانال د ۱۵۰ مترو په اوږدوالي تحکیمات او په پاخه او اساسي ډول د هغه د سربند جوړول شامل دي.

نوموړي زیاته کړه له یادو پروژو به چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لورې پلې شوې، شاوخوا ۸ زره او ۵۰۰ کورنۍ ګټه اخلي او شاوخوا ۲ زره او ۵۰۰ هکتاره ځمکه به ترې خړوبېږي.

بلخوا، د محمداغې ولسوالۍ یوه قومي مشر عبدالرحمن پژواک ته وویل، یاد کانالونه د اوبو د مدیریت او د اوبو ضایعاتو مخنیوي برخه کې ځانګړی اهمیت لري او اړتیا ده چې په دې ولسوالۍ کې ورته نورې پروژې هم پلې شي.

د یادونې ده، دوه اونۍ مخکې هم د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان(FAO)  له لوري په بره‌کي برک، څرخ او ازرې ولسوالیو کې د یو شمېر سربندونو او کانالونو د جوړیدو چارې پيل شوې وې.

ورته موضوع