ژبه

غزني کې د کرکټ معیاري لوبغالي پر جوړېدو د خلکو او لوبغاړو خوښي

واحدالله جمعه‌زاده

۲۶ زمری ۱۴۰۵ - ۱۶:۰۱

Views: ۶

غزني‌ښار (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د غزني یو شمېر خلک او لوبغاړي په دغه ولایت کې د کرکټ معیاري لوبغالي پر جوړېدو خوښي څرګندوي؛ دغه لوبغالی د دوو پانګه‌والو له خوا د شاوخوا ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونه جوړېږي، د نږدې درې زره نندارچیانو ظرفیت به ولري او پر اړینو اسانتیاوو به سمبال وي.

په غزني کې د مناسب او معیاري کرکټ لوبغالي نشتوالی د دغه ولایت د لوبغاړو له مهمو ستونزو بلل کېږي. اوس دوه پانګه‌وال، امین‌الله غفاري او حکمت‌الله اپریدی هڅه کوي د یوه داسې لوبغالي په جوړولو سره دغه تشه تر یوه بریده ډکه کړي چې د تمرین او سیالیو لپاره اړینې اسانتیاوې ولري.

امین‌الله غفاري پژواک ته وویل، په غزني کې یې د کرکټ د مینه‌والو او ځوانانو اړتیاوو ته په کتو په دې برخه کې پانګونه کړې ده.

دی وایي، له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې پر دغه لوبغالي کار روان دی او تر اوسه یې نږدې ۴۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي.

د لوبغالي ځانګړنې او اسانتیاوې

غفاري وویل چې په لومړي پړاو کې به پر دغه لوبغالي شاوخوا ۳۰۰ زره امریکایي ډالر ولګوي او وروسته به د اړتیا له مخې نوره پانګونه هم وکړي.

دی زیاتوي، هڅه شوې چې په دغه لوبغالي کې د لوبغاړو او نندارچیانو لپاره ټولې اړینې اسانتیاوې په پام کې ونیول شي.

د هغه په خبره، په لوبغالي کې به د لوبغاړو لپاره د اوسېدو خونې، جومات، حمامونه او نور اړین ملحقات جوړ شي او په یوه وخت کې به د شاوخوا درې زره نندارچیانو د ځایولو ظرفیت ولري.

دی وایي، د لوبغالي د امنیت خوندیتوب او د سیالیو د ثبت او پوښښ لپاره به د کامرې سیسټم ترڅنګ نورې اړینې تخنیکي اسانتیاوې هم برابرې شي.

د پروژې انجنیر مجتبی وایي، د لوبغالي په جوړولو کې د کرکټ نړۍوال معیارونه په پام کې نیول شوي او هڅه کېږي چې ټولې تخنیکي چارې د مسلکي معیارونو له مخې ترسره شي.

هغه زیاتوي، د پروژې د تخنیکي چارو د ارزونې او مشورې لپاره د افغانستان کرکټ بورډ تخنیکي او مسلکي انجنیران هم وخت ناوخت له کابل څخه ورځي.

دی وایي، د دغو تخنیکي ارزونو موخه دا ده چې د لوبغالي جوړولو چارې د کرکټ له ټاکل شوو معیارونو سره سم ترسره شي.

دغه‌راز، د غزني د مرکز روضې سیمې یوه قومي مشر او استازي محمد اصف رسولي وویل چې د دغه لوبغالي جوړېدل د سیمې او په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم دي؛ ځکه هغوی ته د سالمې بوختیا، تمرین او د خپلو ورزشي وړتیاوو د لوړولو زمینه برابروي.

د معیاري لوبغالي نشتوالی د لوبغاړو مهمه ستونزه

د غزني د کرکټ مسوول عبدالودود پکتیال وایي، له دوی سره اوس مهال د کرکټ ۳۵ کلبونه ثبت دي او ترڅنګ یې ګڼې غیررسمي لوبډلې هم فعالیت لري.

هغه وویل، په غزني کې د کرکټ مینه‌وال ورځ تر بلې ډېرېږي او دغه ولایت ښه لوبغاړي لري؛ خو د معیاري لوبغالي نشتون د دې لامل شوی چې یو شمېر لوبغاړي په ولایتي، بین‌الولایتي او ملي سیالیو کې خپل بشپړ ظرفیت ونه ښيي.

هغه زیاته کړه، د غزني ډېری لوبغاړي په سمنټي میدانونو کې تمرین کوي، خو کله چې نورو ولایتونو یا کابل ته د سیالیو لپاره ځي، هلته له ټرفي ویکټو سره مخ کېږي چې د دوی لپاره ستونزې رامنځته کوي.

لوبغاړي څه تمه لري؟

لوبغاړي د نوي لوبغالي جوړېدو ته خوښ دي او وایي، د معیاري میدان نشتوالي له امله به یې د تمرین او سیالیو لپاره نورو ولایتونو ته سفرونه کول.

د غزني د ملي اکاډمی روزونکی حضرت‌محمد حیدرزوی وایي، د معیاري لوبغالي نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د یوې سیالۍ لپاره اړ دي چې نورو ولایتونو ته ولاړ شي.

د ده په خبره، هغه ویکټې چې په نړۍوال کرکټ او ولایتي سیالیو کې کارول کېږي، په غزني کې نه وې؛ له همدې امله به لوبغاړي د تمرین او سیالیو لپاره کندهار، زابل، کابل او ننګرهار ته تلل، خو د دغه لوبغالي په جوړېدو سره به نور اړ نه وي چې نورو ولایتونو ته سفر وکړي او وبه کولای شي د نورو ولایتونو لوبډلې غزني ته راوبولي او په خپل ولایت کې پر معیاري میدان سیالۍ ترسره کړي.

غزني کې د کرکټ لوبغاړی رحمان‌الله رحماني وایي چې لوبغاړي د معیاري لوبغالي جوړېدو ته ډېر خوښ دي؛ ځکه چې د مناسبو اسانتیاوو نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي. د ده په خبره، د یاد لوبغالي په جوړېدو سره به وکولای شي په شنه او معیاري میدان کې تمرین او لوبې وکړي او نور به د ورته اسانتیاوو لپاره نورو ولایتونو ته سفر ته اړ نه وي.

لوبغاړي دغه‌راز له حکومته غواړي چې د ورزش د ودې لپاره نور معیاري ورزشي تاسیسات جوړ کړي.