کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال کابل ته له راغلي امریکایي پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې امریکا دې له افغانستان سره د تقابل پر ځای د تعامل لار غوره کړي او د هېواد په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر اخوند نن د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي اډم بولر په مشرۍ له پلاوي سره چې د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد یې هم غړیتوب درلود، وکتل.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روان وضعیت د بحث ترڅنګ د افغانستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو خبرې وکړي.
ملا برادر ویلي، د اسلامي امارت په راتګ سره اقتصادي وضعیت چې له جدي ګواښ سره مخ و، اوس بېرته مخ په ښه کېدو دی، اداري فساد نشته، د نشهیې توکو د کر او قاچاق بشپړ مخنیوی شوی، د بېکارۍ کچه راټیټه شوې او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې افغانۍ ثابته پاتې شوې ده.
هغه ویلي، په بانکي سکټور کې پرمختګ رامنځته شوی، د صادراتو ترڅنګ د وارداتو او ملي عوایدو کچه لوړه شوې، په کورنیو تولیداتو کې زیاتوالی راغلی، د لویو پروژو چارې پیل شوې، صنعت، سوداګرۍ او ترانزیټ هم پرمختګ کړی دی.
ملا برادر پر افغانستان د امریکا او نړۍوالې ټولنې له لوري لګول شوو بندیزونو ته په اشاره ویلي چې افغانستان په ځینو برخو کې اوس هم لکه څنګه چې اړتیا وه هغسې پرمختګ نه دی کړی، لامل یې د امریکا او نړۍوالې ټولنې له لوري پر افغانستان د اقتصادي بندیزونو لګول دي.
د ده په خبره، اسلامي امارت د اقتصادمحوره متوازن بهرني سیاست په غوره کولو سره پر دې توانیدلی چې له ځینو هېوادونو سره ښې سیاسي او اقتصادي اړیکي ولري.
سرچېنې زیاته کړې، ملا عبدالغني برادر اخوند له امریکايي پلاوي وغوښتل چې امریکا دې له افغانستان کې د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي، د افغانستان په بیارغونه کې دې خپل رول ولوبوي او په مختلفو سکټورونو کې دې د پانګونې له شته فرصتونو څخه ګټه واخلي.
د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بولر هم ویلي چې امریکا او افغانستان د دوحې تړون په ښه ډول عملي کړی او له دې تړون څخه هېڅ لوري سرغړونه نه ده کړې.
خبرپاڼه کې راغلي، نوموړي په افغانستان کې په اقتصادي برخه کې شوي اقتصادي پرمختګونه وستایل او د امریکا او افغانستان ترمنځ یې د اړیکو پر لا پراختیا او تعامل ټینګار وکړ.
اډم بولر د افغانستان او امریکا ترمنځ د بندي اتباعو موضوع ته په اشاره ویلي چې دواړه هېوادونه به خپل زندانیان تبادله کړي.
اقتصادي معاونیت لیکلي چې امریکايي پلاوي په افغانستان کې د اقتصاد په برخه کې همکاري په ډاګه کړه او ویې ویل چې دوی چمتو دي په افغانستان پانګونه وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP