Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان لومړي وزیر د امریکا له ولسمشر سره لیدلي

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان لومړي وزیر او د دغه هېواد لوی درستیز په واشنګټن کې د متحده ایالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي دي.

د پاکستان لومړي وزیر نیویارک کې د ملګرو ملتونو سازمان په اتیایمه عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته تللی دی. هغه د خپل سفر په ترڅ کې د نړۍوالو بنسټونو او د اسلامي هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره لیدنه کړې ده.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار په سپینه ماڼې کې په خپل کاري دفتر کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د اردو لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر کوربه و.

راپور کې راغلي چې دا د ټرمپ او شهباز شریف تر منځ لومړی دوه‌‌اړخیزه رسمي لیدنه ده.

که څه هم د دې لیدنې بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي خو سرچینې لیکلي چې دواړو لورو په یاده لیدنه کې پر ګډو موضوعاتو او دغه‌راز د سیمې او نړۍ د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.

ټاکل شوې چې د پاکستان لومړی وزیر بېرته نیویارک ته ستون شي او هلته د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي غونډه کې وینا وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.