خوستښار (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۴): د خوست په اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ کې یوه زیارت ته هره ورځ یو شمېر کسان د سردرد او نور تکلیفونو ښه کېدو په نیت ورځي او هلته پر یوه لرګي مېخونه ټک وهي؛ د دغو کسانو په باور چې له دغه کار سره یې سردرد ښه کېږي، خو ديني عالمان وايي چې دغه ډول کړنې د شريعت خلاف او خرافات دي.
د «عالم شېر پیر» په نوم دغه زیارت ته چې د اسماعیلخېلو مندوزیو ولسوالۍ د دلپوریو سیمې په «پیر کلی» کې موقعیت لري، هره ورځ ګڼ خلک د سردردۍ او نورو ناروغیو ښه کېدو په نیت ورځي.
ګلمرخان چې له خپلې کورنۍ سره دغه زیارت ته راغلی و، وایي چې دلته د سردرد ښه کېدو او د خدای دربار ته د دعا کولو په نیت راغلی دی.
هغه چې د سر له درده کړېږي، زیارت دننه شو، سر یې د هغه لرګي پر ستنې کېښود چې له وړاندې پرې د خلکو له خوا زرګونه مېخونه ټک وهل شوي دي. پر همدې مهال بل کس هم پر دې ستنه مېخ ټک واهه څو یې درد ښه شي.
ګلمرخان پژواک ته وويل: «نن په همدې نیت راغلی يم چې د کومو زنانهوو سر درد کوي يا مو کوم ماشومان چې ډېر ژاړي او يا مې په زړه کې نور کوم مشکل دی، وايم چې يا الله ته د دغو مردهګانو په برکت سره زما دغه مشکل حل کړې، داسې سوالونه مې راوړي دي.»
بلخوا، د دې سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه زيارت ته هره ورځ ګڼ شمېر کسان د سردرد ښه کېدو لپاره ورځي چې ښايي ډېرو ته د منلو وړ نه وي، خو وايي دوی دغه کار تجربه کړي دي.
عمران پژواک ته وويل، هر کله چې يو ناروغ د دغه زيارت دننه د لرګي په يوه ځای باندې مېخ ټک وهي، نو د سر درد يې ورسره ښه کېږي او د ارامۍ احساس کوي.
هغه زیاته کړه: «څوک چې د سر درد احساسوي، بس د لرګي دغې مټې ته چې راشي، سر پرې کېږدي او بل کس مېخ ورباندې ټک وهي، نو سر يې روغ شي، زما هم چې کله سر درد وکړي، دلته راځم، نور کليوال هم ډېر ورته راځي.»
عمران دغهراز وايي، دغه زاړه زيارت ته د خوست له لرو لرو سيمو خلک راځي، د سردردۍ سربېره د ځينو نورو ناروغيو د شفا په موخه دلته بېلابېلې کړنې ترسره کوي او خدای ته دعا کوي.
د سيمې يو بل اوسېدونکی شېردراز محمدي يې په اړه وايي: «دغه زيارت ته رقم رقم خلک راځي، مثال څوک ميرګيان او پېريان لري، ځينو باندې سيوری کېږي او يا د سر درد احساسوي او داسې نور څه مشکل ولري، مقصد رقم رقم مريضۍ دلته ښې کېږي.»
يو بل کس رحمانالدين چې دغه زيارت ته نږدې ژوند کوي، خپل د سترګو ليدلی حال بيا داسې بيانوي: «هغه واړه وړکي یا جلکۍ چې کله ډېر ژاړي، دلته يوه تيږه ده چې په هغې باندې سر کېږدي ورسره ښه شي، بل چا باندې سيوری وشي چې دلته راشي ورسره ښه شي، بس دا کرامات يې دي چې خلک د لرې لرې ځايونو څخه ورته راځي.ِ»
بلخوا، د ټولنيزو چارو کارپوه نوراجان بهير پژواک ته وويل چې دا ډول کړنې معمولاً په هغو ټولنو کې ترسره کېږي چې له علمي او اقتصادي لحاظ کمزورې وي.
هغه زیاته کړه، خلک د خپلو باورونو پر اساس زيارتونو ته د ستونزو او مشکلاتو د حل په نیت ورځي.
د نوموړي په خبره: «کله چې په ټولنه کې عموماً غربت وي، کله چې ټولنه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ ونه لري او کله چې ټولنه په علمي لحاظ وروسته پاتې وي، نو په هغو ټولنو کې داسې باورونه ډېر جوړېږي؛ ځکه ناروغۍ وي خو د هغو درملنه نه کېږي، بېلابېل مشکلات وي، د هغو حل نه پيدا کېږي، نو خلک مجبور وي چې د خپلو باورونو پر اساس بېلابېلو ځايونو ته، په ځانګړې توګه زيارتونو ته مراجعه وکړي او په دې سره د هغوی رواني ډاډ او سکون لږ تر لږه وشي.»
خو ديني عالمان بيا زيارتونو ته تګ روا ګڼي خو هلته دا ډول کړنې له شريعت سره په ټکر کې ګڼي او د خرافاتو برخه يې بولي او زياتوي چې دغه څه شرک دی.
د خوست يو ديني عالم مفتي ظهورالرحمن اریوبي يې په اړه وايي: «زيارتونو او قبرونو ته تګ سنت دی، په دې کې کومه ګناه نشته، خو هلته د مېخونو ټک وهل او نورې کړنې چې هغه له شريعت سره په ټکر کې وي، لکه طوافونه کوي، ټنډه کېږي مېخونه وهي چې دا له شريعت سره په ټکر کې دي، الله تعالی وايي، تاسې د «الله (ج) عبادت کوئ خو له الله سره په عبادت کې څوک شريک مه پيدا کوئ.»
ورته مهال، د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولين هم وايي چې دا ډول کړنې ناروا دي او د مخنيوي لپاره به يې د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر رياست له کارکوونکو سره په ګډه خپلې هڅې جاري ساتي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شاهحسين مسجدي پژواک ته وويل: «د دې ترڅنګ پّ خوست کې نور هم داسې بد رواجونه شته لکه خور لور په بدو کې ورکول يا د نجلۍ د خوښې خلاف د هغې ودول، نو په دې برخو کې هم امر بالمعروف ریاست تر ډېره حده پورې لګيا دی خپل کوشش کوي او دا ټول شيان به تدريجاً له منځه ځي انشاالله.»
د معلوماتو له مخې، د افغانستان په یو شمېر لرو پرتو سيمو کې لا هم ډېر خلک د ناروغیو او ستونزو د حل لپاره په ناسم باور ولاړې دا ډول غيرعلمي لارې کاروي چې ديني عالمان يې خرافات بولي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP