Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پر سپین‌بولدک د پاکستان برید کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۴): د کندهار په سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په ډزو کې تر شلو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او اتیا نور ټپیان شوي او په نښته کې چې اوس درېدلې ده، پاکستاني لوري ته هم مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، پاکستاني لوري نن سهار شاوخوا څلور بجې برید وکړ چې د افغان ځواکونو له ځوابي برید سره مخ شو.

د سپین‌بولدک ولسوالۍ د اطلاعاتو د امر علي‌محمد حقمل د معلوماتو له مخې، په ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا په ډزو کې تر شلو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړی او اتیا نور ټپیان شوي دي.

په نښته کې پاکستاني لوري ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی څرګند.

پژواک خبري اژانس د افغان ځواکونو د یوه کس هغه غږیز کلیپ ترلاسه کړی چې پاکستاني لوري ته وایي، «تعرض ستاسو له خوا شروع شوی، اوربند تاسې مات کړی»  او تر څو چې مشرانو هدایت نه وي کړی، اجازه نه ورکوي چې هغوی خپل مړي او ټپیان ولېږدوي.

مسوولینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستاني لوري په غوښتنه اوس جګړه درېدلې ده.

د جګړې له امله د سپین‌بولدک ولسوالۍ له وېش بازار څخه ډېر شمېر خلک وتلي او د دې ولسوالۍ نورو سیمو ته تللي دي.

د تېرې اونۍ د پنجشنبې پر شپه هم پاکستان د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر مرغی بازار هوايي بریدونه وکړل او د کابل هوایي حریم یې هم نقض کړ او په پلازمینه کې د چاودنې غږ واورېدل شو.

له دې برید وروسته د اسلامي امارت ځواکونو د کندهار، هلمند، زابل، ننګرهار، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د ډیورنډ پر فرضي کرښه د پاکستاني ځواکونو پر پوستو غچ اخیستونکي بریدونه ترسره کړل.

د اسلامي امارت ویاند د معلوماتو له مخې، د افغان ځواکونو په دغو غچ‌اخیستونکو بریدونو کې د پاکستان تر شلو پوستې نیول شوې وې، ۵۸ پاکستاني نظامیان  له منځه تللي او د ۳۰ په شاوخوا کې ټپیان وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.