هرات (پژواک، ۲۹ تله ۱۴۰۴): هرات کې امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د قتل په تور دوه کسان نیول شوي دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامنبي نبيزاده پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دې قوماندۍ د پنځمې امنیتي حوزې امریت پرسونل دوه کسان چې څو ورځې مخکې یې د دغه ولایت یو اوسېدونکی وژلی و او له سیمې تښتېدلي وو، نیولي دي.
هغه زیاته کړه، یاد کسان چې د هرات اوسېدونکي دي، د وژل شوي کس له رېکشا سره نیول شوي او اوسمهال تر څارنې لاندې دي. تورنو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې ترتیب او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP