Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د یوې مرمۍ چاودنې یو ځوان وژلی

میدان‌ښار (پژواک، ۵ لړم ۱۴۰۴ ): په میدان‌وردګو کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز میدان‌ښار کې یوې زړې مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې یوه ځوان ژوند له لاسه ورکړی دی.

د میدان‌وردګو له پېښو سره د مبارزې ریاست خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د میدان‌ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوې ده.

سرچینه کاږي، وژل شوي ځوان یاده مرمۍ موندلې وه او وروسته پرې چاودېدلې چې له امله یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

خبرپاڼه کې راغلي چې یاد ځوان سهیل نومېده او د میدان‌وردګو د نرخ ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او اوس په میدان‌ښار کې اوسېده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.