کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په هرات ولایت کې پولیسو د وسلهوالو غلو یوه ۱۴کسیزه ډله نیولې ده.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پر اېکسپاڼه لیکلي چې د هرات د امنیې قوماندانۍ د نهمې حوزې پولیسو یاده ډله د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولې ده.
نوموړي لیکلي چې یادې ډلې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د موبایلونو، موټرو، د کور او دوکانونو وسایلو په غلا کولو کې لاس درلود.
هغه زیاته کړې: «د هرات ښاریانو د پولیسو له پر وخت اقدامه ستاینه کړې او د امنیتي ځواکونو شتون د ډاډ او ارامښت لامل بولي.»
قانع دغهراز وايي چې له نیول شوو کسانو اووه میله وسلې، درې موټرسایکل او څو موبایلونه ترلاسه شوي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.