Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

قانع: هرات کې د وسله‌والو غلو ۱۴کسیزه ډله نیول شوې ده

کابل (پژواک، ۲۰ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي چې په هرات ولایت کې پولیسو د وسله‌والو غلو یوه ۱۴کسیزه ډله نیولې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن پر اېکس‌پاڼه لیکلي چې د هرات د امنیې قوماندانۍ د نهمې حوزې پولیسو یاده ډله د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیولې ده.

نوموړي لیکلي چې یادې ډلې د ښار په بېلابېلو سیمو کې د موبایلونو، موټرو، د کور او دوکانونو وسایلو په غلا کولو کې لاس درلود.

هغه زیاته کړې: «د هرات ښاریانو د پولیسو له پر وخت اقدامه ستاینه کړې او د امنیتي ځواکونو شتون د ډاډ او ارامښت لامل بولي.»

قانع دغه‌راز وايي چې له نیول شوو کسانو اووه میله وسلې، درې موټرسایکل او څو موبایلونه ترلاسه شوي او قضیه تر څېړنې لاندې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.