Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پاکستان او عراق له بندخونو سلګونه افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

کابل (پژواک، ۲۲ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۷۲۵ افغان کډوال د پاکستان او ۲۹ د عراق له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي، د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاست د کډوالو لېږد امریت د معلوماتو له مخې، ۷۲۵ افغان کډوال د سپین‌بولدک له لارې چې د بند موده یې دوه میاشتې وه، خپل هېواد ته راستانه شول.

خبرپاڼه کې راغلي، همدارنګه ۲۹ کسان د نیمروز له لارې چې په عراق کې له ۵ تر ۹ میاشتو پورې بندیان وو، له بندخونو ازاد او هېواد ته راستانه شول.

سرچینې زیاته کړې، یاد کډوال د سپین‌بولدک او نیمروز د کډوال لېږد امریتونو کې تر ثبت او د همکارو بنسټونو له لوري د بشری مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو مېنو ته ولېږدول شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.