Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او سیمې هېوادونو د اوسپنې پټلۍ مسوولینو د هرات – کندهار رېل‌پټلۍ د عملي چارو پر پیلېدو غږېدلي

کابل (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د افغانستان او سیمې هېوادونو د اوسپنې پټلۍ مسوولینو په تاشکند کې په جلا ناستو کې د هرات – کندهار رېل‌پټلۍ د عملي چارو د پیلېدو، د چین او قزاقستان له لارې د توکو د ترانزیټ لګښتونو کمېدو او د افغان - ټرانس پروژې د اقتصادي مطالعاتو د پیل په اړه خبرې اترې کړې دي.

د ټولګټو وزارت نن (د لړم ۲۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ معین مولوي محمداسحاق صاحبزاده د ا.ا څخه په استازیتوب د یوه پلاوي په مشرۍ د اوزبېکستان هېواد د ترانسپورټ او لوجستیک په نړۍوال نندارتون او فورم کې ګډون وکړ.

سرچینې لیکلي، په یاد نندارتون کې چې د اوزبېکستان هېواد په کوربه‌توب په تاشکند ښار کې د روان کال د نومبر له ۱۱مې تر ۱۳مې جوړ شوی و، د سیمې او نړۍ هېوادونو او دغه‌راز د اوسپنې پټلۍ اړوندو شرکتونو استازو په کې ګډون کړی و؛ چې د فورم او نندارتون پر مهال د ترانسپورټ او لوجستیک برخه کې د نوې ټکنالوجۍ پروژې او لاسته‌راوړنې معرفي او نندارې ته وړاندې شوې.

سرچینې دغه‌راز زیاته کړې، د یاد نندارتون په څنډه کې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین مولوي محمداسحاق صاحبزاده د عربي متحده اماراتو د اوسپنې پټلۍ ادارې له استازي، د قزاقستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له مرستیال، د اوزبېکستان هېواد د اوسپنې پټلۍ له رییس او او لومړي مرستیال او د افغان – ټرانس په پروژه کې د شاملو هېوادونو له استازو سره جلا جلا لیدنې درلودې.

سرچینه زیاتوي، په یادو لیدنو کې د بېلابېلو مهمو موضوعاتو لکه د هرات - کندهار اوسپنې پټلۍ جوړېدو او د عملي چارو پيلېدو، له چین هېواد او برعکس یې له قزاقستان هېواده د افغانستان د سوداګریزو توکو ترانزیت په بیو کې د تخفیف، د افغان – ټرانس پروژې د تخنیکي او اقتصادي مطالعاتو د پیل او دغه‌راز د اوزبېکستان د اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو مالونو د انتقالاتو برخه کې د تخفیف او سوداګرو ته د لا ډېرو اسانتیاوو برابرېدو په اړه بحث او خبرې اترې وشوې.

د ټولګټو وزارت لیکلي چې په یادو لیدنو کې د دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو پر پياوړتیا خبرې وشوې او طرفینو د اوسپنې پټلۍ له لارې د ترانسپورڼي زیربناوو د جوړېدو او انتقالاتو ډېرېدو برخه کې پر دوامدارو همکاریو ټینګار کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.