Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د غور د تيورې «یخن‌سفلی» روغتیایي مرکز خدمات پیل کړل

فيروزکوه (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۴): دوې میاشتې مخکې پژواک خبري اژانس د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ په «یخن‌سفلی» کلي کې د یادې سیمې د یوه اوسېدونکي له لوري د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو په اړه یو راپور خپور کړی و چې اوس دغه مرکز د حکومت په مرسته په درملو او طبي وسایلو سمبال شوی او خدمات یې پیل کړي دي.

پژواک خبري اژانس د روان کال په وږي میاشت کې «غور کې د یوه کس په شخصي لګښت د کلینیک جوړېدل؛ د خلکو لپاره د روغتیايي خدماتو برخه کې غوره ګام» تر سرليک لاندې راپور خپور کړ.

د یاد کلي اوسېدونکي قاري محمدجاويد چې دغه مرکز يې جوړ کړی و، پژواک ته ويلي وو: «د روغتیايي مرکز دغه ودانۍ مې له دې امله چې زموږ کلیوال او د نورو نږدې کلیو خلک روغتیايي خدماتو په لاسرسي کې له ستونزو سره مخ وو، جوړه کړې ده چې واقعاً خلک، په ځانګړې توکه اميندواره ښځې، ماشومان او د پاخه عمر کسان له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د درملنې لپاره باید د ولسوالۍ مرکز ته ولاړ شي.»

د هغه په وینا، سره له دې چې د دغه روغتیايي مرکز ودانۍ بشپړه او استفادې ته چمتو ده خو د روغتیايي پرسونل، تجهیراتو او د اړتیا وړ نورو توکو نه درلودو له امله غیرفعاله ده. نوموړي له اسلامي امارت او د روغتیا برخې له اړوندو موسسو غوښتي وو څو د روغتیايي کارکوونکو، تجهیراتو او د دغه مرکز پراختیايي برخه کې همکاري وکړي.

هغه څرګنده کړې وه: « ما تر خپل توانه هڅه وکړه خو د دولت او نړۍوالو بنسټونو له همکارۍ پرته به د دغه مرکز د فعالیت دوام ستونزمن وي. موږ درملو، د معاینې وسایلو او مسلکي کارکوونکو ته اړتیا لرو.»

اوس د غور د عامې روغتيا ریيس مولوي عبدالواحد حماس وايي چې روغتیايي ټيمونه او درمل د قاري محمدجاويد له لوري په  «یخن‌ سفلی» کې جوړ شوي روغتیايي مرکز ته لېږل شوي او اوس پکې خلکو ته معياري روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.

هغه زياته کړه: «هغه روغتیایي ځاله چې د سيمې يوه اوسېدونکي جوړه کړې وه، موږ يې ملاتړ وکړ او همدا اوس په دغه مرکز کې معياري امکانات او کافي درمل موجود دي، پنځه تنه پرسونل لري چې قابله، نرس، واکسيناتور، د تغذيې مشاور او خدمه پکې شامل دي څو خلکو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.»

نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې دغه مرکز ته ارتقا ورکړي او ټولو لرو پرتو سيمو ته ښه تجهيزات او غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د دغه روغتیايي مرکز فعاليت د دې ښکارندویی کوي چې د رسنیو راپورونه، د سيمې د خلکو همکاري او د روغتيايي ادارو پر وخت اقدام کولای شي چې يوه جدي ستونزه په یوه حياتي فرصت بدله کړي.

که څه هم دغه مرکز لا هم نورو تجهيزاتو ته اړتيا لري خو د دغه فعاليت پیل د تيورې ولسوالۍ د سلګونو کورنيو د روغتيا د ښه‌والي په برخه کې مهم ګام دی.

ورته مهال، یو ډاکټر فضل‌الحق فرجاد وايي: «د لرو پرتو سيمو د خلکو د ستونزو رسنيز انعکاس، په ځانګړي ډول د پژواک راپور د دې لامل شو چې دغه مرکز ته د دولت او موسسو پام راواړوي او اړينې مرستې او پرسونل ورولېږل شي څو د خلکو روغتيايي ستونزو ته رسېدنه وشي.»

هغه زياته کړه چې په لرو پرتو سيمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړول او تجهيزول د خلکو د روغتيا په ښه‌والي کې مهم رول لري او د درملنې وړ ناروغيو له امله د مړينې کچه راټیټولای شي.

د تيورې يو بل اوسېدونکی عيدمحمد وايي: «کله چې هرات کې وم، د یخن‌سفلی روغتیايي مرکز د جوړېدو په اړه د پژواک خبر ولوست. ډېر خوشاله شوم چې قاري محمد جاويد داسې خيريه کار کړی، ډېر د خوښۍ احساس راته پیدا شو چې زموږ په ټولنه کې لا هم خيرغوښتونکي خلک شته.»

نوموړی زیاتوي چې د تجهيز او د کارکوونکو له ګمارنې وروسته اوس دغه مرکز د یخن‌سفلی او د نورو شاوخوا کليو زرګونه اوسېدونکو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

د سيمې يوه بله اوسېدونکې فاطمه د یاد مرکز له لورې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په اړه وايي: «مخکې له دې به روغتیايي خدمتونو ته لاسرسۍ لپاره اړ وو چې اوږد واټن ووهو؛ يا به د ولسوالۍ مرکز ته تلو يا به مرکزي روغتون ته. اوس د یخن‌سفلی کلينيک فعال دی او زموږ ژوند یې ډېر اسانه کړی دی.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.