Language

ترکیې ۱۳۰۰ ټنه بشري مرستې افغانستان ته رااستولې

کابل (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): په کابل کې د ترکيې سفارت وايي چې دغه هېواد د «مهربانۍ کاروان» تر نوم لاندې ۱۳۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته استولې ده.

یاد سفارت پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې یادې مرستې د ترکيې د ناورین مدیریت او بېړنیو خدمتونو سازمان (AFADB) او د ترکيې د غيردولتي بنسټونو په همکارۍ چمتو شوې دي.

سرچينې ليکلي چې یاده محموله د «مهربانۍ کاروان» طرحې له لارې افغانستان ته استول شوې ده.

د ويلو ده چې ترکيې څه موده مخکې هم ۹۲۲ ټنه بشري مرسته د کونړ زلزله‌ځپلو ته استولې وه.