<p style="text-align: justify;">مهترلام (پژواک، ۷ لېندۍ ۱۴۰۴): د لغمان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت اړوند د کابل – جلالاباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د لغمان د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره ورځ مازدیګر مهال د کابل ـ جلالاباد پر عمومي لویه لاره، د لغمان ولایت د اووم نمبر شهرا اړوند په کاکڅ په سیمه کې د استانه او سراچه موټرو د ټکر له امله شوې ده.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچينې لیکلي چې په دغه پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او پنځه تنه نور ټپيان شوي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">دا په داسې حال کې ده چې نن په میدانوردګو ولایت کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.</p>