منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:01 غ.م
ننوتل
11° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
پېښې

کندوز کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي

· 1 دقیقه لوستل · 35 کتنې

کندوز (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د کندوز امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په علي‌اباد ولسوالۍ کې د یوه ۵۸۰ بس موټر چپه کېدو له امله ۲۶ کسان ټپیان شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن د علي‌اباد ولسوالۍ په جلوګیر سیمه کې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۶ کسان ټپیان شوي او د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

سرچینې لیکلي، د پېښې لامل د چلوونکي بې‌احتیاطي ښودل شوې ده.