Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

عمري: د سیمې هېوادونو دې په افغانستان کې د څارویو د روزنې او روغتیا برخه کې پانګونه وکړي

کابل (پژواک، ۸ لېندۍ ۱۴۰۴): د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په مسکو کې د څارویو د روغتیا په کنفرانس کې ګډون کړی او د سیمې له هېوادونو یې غوښتي څو افغانستان کې د څارویو د روزنې او روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي.

مولوي عطاءالله عمري په خپله وینا کې ویلي چې افغانستان یو کرنیز هېواد دی او ډېری خلک یې په مالدارۍ لګیا دي خو په دې وروستیو کلونو کې د حیواني ناروغیو خپرېدو پر حیواني تولیداتو، په ځانګړې توګه د خلکو پر ژوند او د هېواد پر اقتصاد منفي اغېزې کړی دی.

هغه د سیمې له هېوادونو غوښتي څو په افغانستان کې د څارویو د روزنې او روغتیا په برخه کې پانګونه وکړي او ډاډ یې څرګند کړی چې ا.ا به د اړوندو ادارو له لارې پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

عمري ټینګار کړی چې د علمي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا کولای شي د حیواني ناروغیو په پېژندنه، مخنیوي او سم مدیریت کې اغېزناک رول ولوبوي.

سرچینې لیکلي چې د کنفرانس مسؤولینو هم د څارویو د روغتیا د ښه‌والي لپاره د ګډو پروګرامونو جوړولو او د هېوادونو ترمنځ د مسلکي تجربو د تبادلې غوښتنه کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.