ژبه

د غېږنیونې او وزن پورته کولو افغان ورزشکاران د برونزو له پنځو مډالونو سره هېواد ته راستانه شول

هجرت االله کاکړ

۱۰ لیندی ۱۴۰۴ - ۱۷:۱۲

Views: ۲۸۰

کابل (پژواک، ۱۰ لېندۍ ۱۴۰۴): د رستمي غېږنیونې او وزن پورته کولو افغان ورزشکاران د اماراتو او ایران په کوربه‌توب نړۍوالو سیالیو کې د برونزو پنځو مډالونو له ګټلو وروسته نن بېرته هېواد ته راستانه او د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست له لوري وستایل شول.

په دې تړاو جوړ شوو مراسمو کې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل چې د وزن پورته کولو ورزشکارانو په ایران کې او د غېږنیونې ورزشکارانو د متحده عربي اماراتو په نړۍوالو سیالیو کې ګډون کړی و.

نوموړي زیاته کړه چې یادو ورزشکارانو په دواړو سیالیو کې مډالونه وګټل او د افغانستان لپاره یې ویاړ ترلاسه کړ.

وثیق وویل چې روان کال افغان ورزشکارانو د پام وړ لاسته‌راوړنې درلودلې دي او په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې یې ګډون کړی او بېلابېل مډالونه یې ګټلي دي.

هغه دغو ورزشکارانو ته ډاډ ورکړ چې د ورزش اداره یې تر شا ولاړه  ده او ملاتړ یې کوي.

د افغانستان د وزن پورته کولو ملي لوبډلې روزنکي میر عبدالغفور رسولي پژواک خبري اژانس ته وویل، د وزن پورته کولو سیالۍ د ایران په تهران ښار کې د تېرې نومبر میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې نېټې پورې ترسره شوې چې له افغانستان څخه په‌کې درې ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې د لسو هېوادونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې فضل‌کریم ترکمن په ۱۱۰ کیلوګرامه وزن کې د بېلابېلو وزنونو په پورته کولو سره په یادو سیالیو کې درې د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

همدارنګه د غېږنیونې ملي لوبډلې روزنکي حکمت‌الله حکیمي پژواک ته وویل چې د غېږنیونې نړۍوالې سیالۍ د متحده عربي اماراتو په کوربه توب د ۳۵ هېوادونو ورزشکارانو ترمنځ د تېرې نومبر میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې ترسره شوې او له افغانستانه په‌کې پنځو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه په دغو سیالیو کې میرویس بادغیسي او کریم‌الله عليزي د برنزو دوه مډالونه ترلاسه کړل.

فضل‌کریم ترکمن چې د ایران په کوربه‌توب سیالیو کې یې درې د برونزو مډالونه ترلاسه کړي، پژواک ته وویل، یادو سیالیو ته یې له تېرو درېیو میاشتو راهیسې بشپړ چمتووالی نیولی و او پر دې وتوانېد چې دغه مډالونه ترلاسه کړي.

هغه د المپیک له ملي کمېټې غوښتنه وکړه چې د ورزشکاران لا زیات ملاتړ وکړي.