کابل (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزیر د پولیسو ځانګړو ځواکونو د روزنیز سیمینار پایغونډې ته په خبرو کې د دغو ځواکونو وړتیا او لاستهراوړنې ستایلې او پر امنیتي ځواکونو یې ټینګار کړی چې له هېوادوالو سره په عاجزۍ او اخلاص چلند وکړي.
د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې خلیفه سراجالدین حقاني د پولیسو ځانګړو ځواکونو مرکزي قوماندانۍ کې د یادو قطعاتو ولایتي او مرکزي مسوولینو لپاره د خاصو عملياتو، اپراتيفي مهارتونو او ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوي سیمینار پایغونډه کې ګډون وکړ.
هغه دغه سیمینار ته په خبرو کې ویلي، د ځانګړو ځواکونو پر وړتیاوو او لاستهراوړنو ته نه یوازې دوستان، بلکې دښمنان هم اعتراف کوي.
حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.
دغهراز، د پولیسو ځانګړو قطعاتو لوی قوماندان پاسوال امینجان فتحالله ویلي چې د مشرانو پاملرنه او د کشرانو اطاعت د دې لامل شوی چې یاد ځواکونه په امنیتي برخه کې مهمې لاستهراوړنې ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP