Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بهرامي: د تهران غونډه کې د افغانستان نه ګډون پر دوه اړخیزو اړیکو کوم اغېز نه لري

کابل (پژواک، ۲۴ لېندۍ ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا عمومي مدیر ویلي چې په تهران کې د سیمې هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه کې د افغانستان د استازي نه ګډون د دواړو هېوادونو د روانو اړیکو او همکاریو پر بهیر کوم اغېز نه ‌لري.

یاده غونډه پرون (د لېندۍ ۲۳مه) د ایران د بهرنیو چارو وزارت په کوربه‌توب د افغانستان په چارو کې د پاکستان، تاجکستان، اوزبېکستان، ترکمنستان، چین او روسیې د ځانګړو استازو په ګډون په تهران کې وشوه.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیااحمد تکل د یادې ناستې له پیلېدو مخکې ویلي وو چې د افغانستان په اړه د سیمې د ځینو هېوادونو د ځانګړو استازو په دې غونډه کې افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې خو ګډون نه په‌کې کوي.

نوموړي په یاده غونډه کې د نه ګډون د لامل په اړه ویلي وو چې د افغانستان اسلامي امارت د سازمانونو، بېلابېلو فارمټونو او دغه‌راز د دوه‌ اړخیزو میکانيزمونو له لارې له ټولو سیمه‌ییزو هېوادونو سره دوامداره فعالې اړیکې لري او د سیمه‌ییز تفاهم او همکاریو د پراختیا برخه کې یې د پام وړ عملي پرمختګونه کړي دي.

د ایران د تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا مدیر محمدرضا بهرامي په خپله وینا کې د افغانستان اسلامي امارت د استازو نه ګډون په اړه ویلي: «دغه موضوع د تهران او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او روانو همکاریو پر بهیر هيڅ اغېز نه ‌لري.»

بهرامي زیاته کړې: «زموږ ارزونه دا وه چې د افغانستان د استازي ګډون به د دغه هېواد د سیمه‌ییزو سیاسي او اقتصادي جلسو سره د یوځای کېدو بهیر ګړندی کړي، خو د دوی پرېکړې ته درناوی کوو.»

هغه زیاته کړې چې تهران په سیمه‌ییزو جوړښتونو او فارمټونو کې د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي ادغام ټینګار کوي او د دغه هېواد ثبات «د سیمې هېوادونو په ګډو همکاریو پورې تړلي» ګڼي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.