ژبه

د غزني په ناوه کې د مرغانو د ښکار په تور ۱۱ کسان نیول شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د مرغانو د ښکار په تور ۱۱ کسان نیول شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد کسان تېره ورځ ناوخته د ناوې ولسوالۍ د ولاړو اوبو سیمه کې د مرغانو د ښکار پر مهال د امنیتي ځواکونو له‌ خوا ونیول شول.

هغه زیاته کړه، نیول شوي کسان دا مهال د ناوې ولسوالۍ د امنیتي ځواکونو په نظارت کې دي او ډېر ژر به د نورو پلټنو په موخه عدلي ارګانونو ته وسپارل شي.

د یادونې ده، ولاړې اوبه (آب‌استاده) د غزني د ناوې ولسوالۍ اړوند سیمه کې دي او ډېر مرغان ورته راځي.

د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې، په هېواد کې د مرغانو او نورو وحشي حیواناتو پر ښکار بندیز لګېدلی او سرغړوونکي له قانوني چلند سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم د غزني په قره‌باغ، واغظ، جغتو او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ښکار په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي.