Language

بې‌وزلي او رواني ستونزې؛ جوزجان کې د یو شمېر کونډو ښځو د ژوند د سختیو کیسې

شبرغان (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۴): په جوزجان ولایت کې یو شمېر ښځې وایي چې له کونډېدو وروسته له بې‌وزلۍ او رواني ستونزو سره مخ او د اولادونو راتلونکي ته اندېښمنې دي. هغوی له اسلامي امارته غوښتنه کوي چې بې‌سرپرستو ښځو ته د ملاتړ پروګرامونه او کاري فرصتونه برابر کړي.

ورته مهال، پوهان خبرداری ورکوي چې د دغه وضعیت دوام به جدي ټولنیزې او رواني پایلې ولري او ځايي مسوولین هم یادو ښځو ته د مرستو برابرولو برخه کې د هڅو خبر ورکوي.

د یادونې ده، په افغانستان کې د څه باندې څلور لسیزې جګړې او ناامنۍ سربېره کډوالۍ، طبیعي او غیرطبیعي پېښې هم د دې لامل شوې چې سلګونه زره ښځې کونډې او ماشومان یتیمان شي او ډېر شمېر میندو د کورنیو سرپرستي ور له غاړې شي.

د ژوند له سختیو د کونډو ښځو ترخې کیسې

د شبرغان ښار د التي‌خواجه کلي اوسېدونکې ۳۵ کلنه مولوده یوه له هغو ښځو ده چې د خاوند له مړینې وروسته یې د پنځه‌کسیزې کورنۍ د نفقې پیدا کولو بار پر اوږو وړي او بې‌وزلي یې ملا ماته کړې ده.

مولودې له پژواک سره خبرو کې په غریو نیولي غږ وویل، یو کال وړاندې یې ناروغ خاوند چې د درملنې لپاره ایران ته روان و، په لاره کې سا ورکړه او اوس دا د کورنۍ یوازېنۍ سرپرسته ده.

هغې زیاته کړه: «د خاوند له مړینې وروسته له ډېرو ستونزو سره مخ شوم؛ درانه کارونه کوم، د خلکو په کورونو کې کالي مینځم او په ډېره سختۍ د کورنۍ لګښتونه پوره کوم.»

مولوده چې د خپلو خپلوانو له لوري د ملاتړ له نشتوالي شکایت لري وایي: «ډېرې شپې له خپلو اولادونو سره وږي ویده کېږو؛ ځکه ځینې ورځې هيڅ کار پیدا نه شي او په خالي لاسونو او د مسوولیتونو له درانه پېټي سره کور ته ستنېږم.»

هغې چې د سنۍ اوبدلو او د خلکو په کورونو کې د کار له لارې د خپلو ماشومانو د ژوند لګښتونه پوره کوي، وایي: «که کومه ورځ کار وکړم او پیسې وي، لږ غوړي، ډوډۍ، پیاز او کچالو اخلم؛ که نه‌وي، هغه شپه په لوږه تېروو.»

مولوده چې د مرکې پر مهال یې کله کله خبرې هېرېدې او په سختۍ یې خبرې کولې زیاته کړه: «د خاوند له مړینې وروسته مې خواښې ته هم رواني ستونزه پیدا شوې، تل یوازې وي او له چا سره خبرې نه ‌کوي. زه خپله هم ښه نه یم؛ هره خبره مې هېرېږي، د شپې خوب نه لرم او د سر درد راته پیدا شوی. کوچنۍ لور مې چې شپږ کلنه ده، د دوه کلن ماشوم په څېر ښکاري، ډاکټران وایي چې پر خوارځواکۍ اخته شوې ده.»

هغه چې له اسلامي امارته د ځان او نورو بې‌سرپرسته ښځو لپاره د کاري زمینې برابرېدو غوښتنه کوي، وايي: «که موږ ته کار پیدا نه شي، نو مجبوره یم چې خپلې دوه لوڼې او یو زوی یتیم‌خانې ته وسپارم.»

دا یوازې مولوده نه ده چې له داسې ستونزو ځورېږي، په شبرغان ښار کې یوه بله کونډه فرزانه هم ده. هغه له نهو کلونو راهیسې د خپلو لویو او کوچنیو ماشومانو سرپرستي پر غاړه لري.

فرزانه په ژړغوني غږ وايي، خاوند یې نهه کاله مخکې په یوه ترافیکي پېښه کې مړ شو او اوس دا د خپلې پنځه کسیزې کورنۍ یوازېنۍ سرپرسته ده.

هغې زیاته کړه: «زه د څلورو اولادونو، درېیو هلکان او یوې نجلۍ مور یم، مشر زوی مې ۱۵ کلن دی، له سهاره تر ماښامه غالۍ‌اوبدلو ته ځم، زامن مې په سختو کارونو لګیا دي. شپه او ورځ په ډېره بې‌وزلۍ سره تېروو.»

فرزانه اندېښمنه ​​ده چې زامن یې ښوونځي ته نه‌شي تلای او زده‌کړې نه ‌شي کولای او وايي: «غوښتل مې اولادونه مې درس ووايي، ډاکټران او انجینران شي، خو افسوس چې زامن مې له ما سره د ژوند په کړاونو او دردونو بوخت دي او ښوونځي ته نه ‌شي تلای.»

د ژوند کړاوونو د فرزانې پر بدن او ذهن هم منفي اغېزې کړی او له بې‌خوبۍ او هېرېدنې په شکایت وايي: «له درېیو کلونو راهیسې د اعصابو د ډاکټر تر درملنې لاندې یم، چې درمل وخورم نو ښه یم او که یې ونه خورم بیا خوب نه راځي او سردرد راته پیدا کېږي.»

د هغې په ​​خبره، د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمنه ده چې همدغو اندېښنو یې له سترګو خوب وړی دی.

فرزانه وايي: «که اسلامي امارت زموږ بې‌سرپرسته ښځو غږ اوري، مهرباني دې وکړي له زموږ سره دې مرسته وکړي، موږ ته باید د کار زمینه برابره شي؛ ځکه موږ غواړو چې اولادونه مو درس ووايي او تحصیل وکړي.»

بلخوا، امنه (مستعار نوم) د شبرغان ښار یوه بله کونډه ده چې له اقتصادي ستونزو او بې‌کارۍ شکایت کوي او وايي: «کار نشته، حیران یو چې څه وکړو، څوک نشته چې لاسنیوی مې وکړي او مرسته راسره وکړي.»

امنه چې پنځه کاله مخکې یې خپل خاوند په یوه ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړی، اوس له خپلو درېیو اولادونو سره په یوه کرایه کور کې اوسېږي او په سختۍ سره کرایه پوره کوي.

هغه هم د بې‌سرپرسته ښځو لپاره د کاري زمینې برابرېدو غوښتنه کوي.

ارواپوهان: باید د کونډو ښځو ملاتړ وشي

معصومه اکبري چې د شبرغان ښار په یوه خصوصي روغتون کې د روان‌درملنې برخې مشاوره ده وویل، په ښځو او نجونو کې رواني ستونزې ډېرې دي.

هغې زیاته کړه: «ژور خپګان د خوب او اشتها د کمښت او د انسان د ګوښه‌توب لامل ګرځي او انسان د شاوخوا پېښېدونکو پېښو پر وړاندې بدبینه کوي.»

د هغې په وینا، که دا ستونزې پر وخت کنټرول نه شي، خطرناکې پایلې لري؛ له شدیدو رواني ستونزو نیولې تر ځان وژنې پورې.

دغه‌راز، د جوزجان پوهنتون د ارواپوهنې استاد ګوزل امیري پژواک ته وویل: «کله چې یوه ښځه په افغانستان کې خپل خاوند له لاسه ورکوي، په درېیو رواني، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې نه له جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کېږي.»

مېرمن امیري زیاتوي: «ژوند د هغو کونډو ښځو لپاره چې بې‌سواده پاتې شوې او کار نه کوي، ستونزمن کېږي؛ ځکه چې هغوی له کوره بهر بلدې نه وي او له رواني ستونزو او زړه‌بوږنوونکو پېښو سره مخ کېدای شي.»

نوموړې هم ټینګار وکړ چې حکومت باید د کونډو ښځو او یتیمو ماشومانو لپاره د ملاتړ او کارموندنې پروګرامونه ولري څو د ناوړه پېښو رامنځته کېدو لامل نه شي.

هغې دغه‌راز وویل، د دغو ښځو لپاره باید د ملاتړ ترڅنګ د رواني مشورو پروګرامونه هم پراخ شي.

مسوولین وايي چې د کونډو ښځو د ستونزو د حل لپاره یې هڅې کړې دي

د جوزجان ولایتي روغتون رییس ډاکټر افضل عظیمي وایي چې اوس‌مهال په شبرغان کې د ولایتي روغتون د رواني درملنې برخه کې وړیا خدمتونه وړاندې کېږي.

د هغه په وینا، د نارینه‌وو لپاره نارینه ډاکټران او د ښځو لپاره ښځینه ډاکټرانې خدمات عرضه کوي او هره ورځ شاوخوا ۲۰ ناروغان دې څانګې ته مراجعه کوي.

بلخوا، د جوزجان د شهیدانو او معلولینو چارو رییس مولوي شبیر احمد مقصود وویل چې دغه ریاست د بې‌سرپرسته ښځو د ژوند ښه کولو او د کار زمینې برابرولو لپاره هڅې کوي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال په دغه ریاست کې شاوخوا دوه زره کونډې ښځې ثبت دي او هڅه کوي چې د مرستندویو بنسټونو له لارې دغو ښځو ته مرستې برابرې کړي.