ژبه

د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن پر خپله اېکسإپاڼه لیکلي، د پاکستان له بندخونو ۳۴۵ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د سپین بولدک د کډوالو د لېږد امریت له قوله لیکلي، یاد کسان د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو چې په دغه امریت کې تر ثبت او مرستو  له ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته ولېږدول شول.