کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): په روسیه کې د اسلامي امارت سفير وايي، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) کې يو ناظر هېواد دی او غواړي په دغه سازمان کې خپل فعال ګډون بېرته پيل کړي.
په روسیه کې د ا.ا سفیر ګل حسن حن له ټاس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، هيله لري د افغانستان استازي به د شانګهای همکاریو سازمان په راتلونکو ناستو کې ګډون ولري.
هغه زیاته کړې: «هو، افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې يو ناظر هېواد دی او د دغه حالت مطابق، بايد د دغه سازمان ناستو کې ګډون وکړي.»
د نوموړي په خبره، د مسکو او بيجينګ د هڅو په پايله کې، د دغه سازمان اکثره غړي هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د فعال ګډون بېرته پیل عملي او د اجرا وړ ګام دی.
حسن ویلي: «موږ لا هم د دغه سازمان په راتلونکو ناستو کې د افغانستان پر ګډون حساب کوو.»
د شانګهای همکاریو سازمان (SCO) يوه نړۍواله اتحاديه ده چې په ۲۰۰۱ کال کې د یو شمېر اسیايي هېوادونو ترمنځ د امنيتي، اقتصادي او فرهنګي همکاريو د پياوړتيا په موخه رامنځته شوی دی.
د یادونې ده، چين، روسيه، هند، پاکستان، قزاقستان، قرغيزستان، تاجيکستان او اوزبېکستان د دغه سازمان غړي دي او نور هېوادونه د ناظر يا د خبرو اترو شريکانو په توګه حضور پهکې لري.