Language

افغان او اندونیزیایي چارواکي د ورزشي اړیکو پر پراختیا غږېدلي

کابل (پژواک، ۱۳ سلواغه ۱۴۰۴): د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس د اندونیزیا د فوټسال کمېټې له رییس سره لیدلي او د دغه هېواد د فوټسال په لیګونو کې د افغان لوبغاړو پر لوبېدو یې ورسره خبرې کړې دي.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ورزش ادارې رییس مولوي احمدالله وثیق اندونیزیا هېواد ته د رسمي سفر په جریان کې د دغه هېواد د فوټسال کمېټې له رییس مکایل ویکټور سیانیپار سره کتلي دي.

سرچینه زیاتوي، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو د اړیکو پر پراختیا او د اندونیزیا  د فوټسال په لیګونو کې د افغان ورزشکارانو پر لوبېدو خبرې وشوې.

المپیک لیکلي، په دې لیدنه کې پر دې هم خبرې شوې چې په اندونیزیا کې د افغان محصلینو او هغو افغانانو لپاره چې په دغه هېواد کې ژوند کوي او له فوټسال سره علاقه ولري، د تمریناتو زمینه ورته برابره شي.

سرچینې لیکلي، په پای کې هوکړه وشو چې د دواړو هېوادونو د فوټسال کمېټو ترمنځ یو هوکړه‌لیک لاسلیک شي څو ترمنځ یې اړیکې دوامداره او بنسټیزې شي.

دغه‌راز، د ۲۰۲۶ کال د فوټسال اسیا ملتونو جام سیالۍ د اندونیزیا په کوربه‌توب روانې دي او افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې سعودي عربستان او مالیزیا ته ماته ورکړه او بل پړاو ته یې لار ومونده.