ژبه

د مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو لپاره د فوټبال ملي لوبډلې وروستی نوملړ اعلان شو

توسط سهراب سروري

مې 28, 2026 - 12:56 pm

Views: 6

کابل (پژواک، ۷ غبرګولی ۱۴۰۵): د افغانستان د فوټبال فدراسیون د مالدیف په څلور اړخیزو سیالیو کې د ګډون لپاره د فوټبال ملي لوبډلې ته د بلل شوو ۲۳ لوبغاړو وروستی نوملړ اعلان کړی دی.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن (پنج‌شنبه) په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې فیصل‌احمد حمیدي، کیوان متقیان، علي سينا حکیمي، مصور احدي، مصطفی عمرخېل، احمدشکېب مهري، عمید ارزو، علي رایز مرادي، حبیب‌الله عسکر، نوید محبوبي، علي‌رضا پناهي، الیاس منصور او حامد مومند په ملي لوبډله کې شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې، رحمت اکبري، جمشید اچکزی، ساحل سروري، امین نبي‌زاده، امید موسوي، مازیار کوهیار، امید پوپلزی، یاسر صافي، رومین فازي او محبوب حنیفي هم د ملي لوبډلې په وروستي ترکیب کې حضور لري.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ تر لسمې نېټې پورې د مالدیف د څلور اړخیزو سیالیو په چوکاټ کې له پاکستان، مالدیف او بنګله‌دېش لوبډلو سره سیالۍ وکړي.