منګولیا ته په ماتې ورکولو؛ افغانستان د فوټبال نړۍوال جام د غوراوي بل پړاو ته لاره پیدا کړه
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام او د ۲۰۲۷ کال د اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په لومړي پړاو کې د منګولیا هېواد پر وړاندې لوبه وګټله.






