غزني ښار (پژواک، ۱۱ غبرګولی ۱۴۰۵): د غزني ولایت مرکز اړوند د اسفندې په سیمه کې د غزني، زابل او کندهار ولایتونو د کوچیانو ترمنځ د غېږنیولو څلور ورځنۍ دودیزې سیالۍ پای ته ورسېدې.
دغه سیالۍ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست اړوند د کوچیانو چارو د سمون آمریت په همغږۍ ترسره شوې وې، چې په کې سلګونو پهلوانانو او زرګونو مینهوالو ګډون کړی و.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست اړوند د کوچیانو چارو د سمون آمر، مولوي محمد عمر عمري، پژواک ته وویل چې د دغو سیالیو اساسي موخه د کوچیانو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ پیاوړتیا، د دودیزو لوبو ساتنه او د ځوانانو لپاره د سالمو تفریحي او ورزشي فرصتونو برابرول دي.
هغه زیاته کړه: «موږ هڅه کوو چې د داسې پروګرامونو له لارې د کوچیانو ترمنځ یووالی او همغږي لا پیاوړې کړو، ځوانان له نشهیي توکو او نورو ناوړه کړنو څخه راوګرځوو او د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې د جوړېدو لپاره زمینه برابره کړو.»
د نوموړي په وینا، په دغو سیالیو کې د غزني، زابل او کندهار ولایتونو له بېلابېلو سیمو څخه سلګونو پهلوانانو برخه اخیستې وه، چې په پایله کې د غزني د نیازي کوچیانو قوم اتلولي خپله کړه.
د سیالیو یوه ګډونوال او پهلوان، عبدالرحمن، پژواک ته وویل چې دا ډول دودیزې سیالۍ نه یوازې د ځوانانو فزیکي وړتیاوې پیاوړې کوي، بلکې د هغوی ترمنځ د مینې، ورورولۍ او متقابل درناوي فضا هم رامنځته کوي.
هغه وویل: «موږ هر کال په دغو سیالیو کې ګډون کوو. دا زموږ د کلتور یوه مهمه برخه ده او ځوانان هڅوي چې پر ورزش تمرکز وکړي او له ناسمو لارو ځانونه وساتي.»
یو بل پهلوان، محمدولي، هم وویل چې د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د ګډونوالو راټولېدل د کوچیانو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «کله چې د بېلابېلو ولایتونو خلک په یوه ورزشي ډګر کې سره راټولېږي، د یووالي فضا رامنځته کېږي.»
د سیالیو په پای کې بریالي او غوره پهلوانان د ستاینلیکونو او ځانګړو جایزو په ورکولو سره وستایل شول.