Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوناما: افغانستان د ناچاودو توکو چاودنو کې د مرګ‌ژوبلې لرلو له اړخه د نړۍ درېیم هېواد بلل کېږي
ارشیف

کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۴): یوناما وايي چې افغانستان د ناچاودو توکو چاودنو کې د ډېرې مرګ‌ژوبلې لرلو له اړخه د نړۍ درېیم هېواد بلل کېږي او لا هم په دغه هېواد کې له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي او مهمات له خلکو قرباني اخلي.

دغه څرګندونې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) پر خپله فېسبوک‌پاڼه کړې دي.

یوناما د ماین‌پاکۍ له نادولتي موسسو سره د مالي ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې دا موسسې هره ورځ په ځمکو او سیمو کې له جګړو پاتې ماینونه او نور ناچاوده مهمات شنډوي او پاکوي او ترڅنګ یې د هغو د خطرونو په اړه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکوي.

سرچینې لیکلي، ماشومان د ناچاوده توکو له امله تر ټولو ډېر زیانمنېږي او د ټولو قربانیانو شاوخوا ۸۰ سلنه جوړوي چې ډېری وخت هغوی له ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال ټپیانېږي یا خپل ژوند له لاسه ورکوي.

یوناما زیاته کړې، د ناچاوده توکو اړوند د پوهاوي ورکول او پر وخت اقدام کول کولای شي د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.