Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هند شمال‌ختیځ کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنې ۱۸ کسان وژلي

کابل (پژواک، ۱۷ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د هند په شمال‌ختیځ کې د ډبرو سکرو په یوه کان چاودنه شوې چې له امله یې ۱۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او اته نور ټپيان شوي دي.

الجزیره راپور ورکړی چې لا هم نه ده معلومه څو کارګر د چاودنې په وخت په کان کې موجود وو او امکان لري نور کسان هم تر خاورو لاندې پاتې وي.

راپور کې راغلي چې احتمالاً دینامیت د چاودنې لامل شوي وي، خو تحقیقات لا هم روان دي.

د هند لومړي وزیر نريندرا مودي د وژل شوو کسانو له کورنیو سره خواشیني څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې هرې کورنۍ ته به ۲۰۰ زره روپۍ مالي مرسته ورکول کېږي.

الجزیره لیکلي چې د هند په ختیځ او شمال‌ختیځ سیمو کې د ډبرو سکرو غیرقانوني کانونه موجود دي، او کارګران د یوه ورځني شفټ لپاره ل ۱۸ تر ۲۴ ډالرو پورې عاید ترلاسه کوي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.