کابل (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د پاکستان په سند ایالت کې په یوه ترافیکي پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د پاکستان اج ټلوېزیون نن په یوه خبر کې ویلي چې د سند ایالت د خیرپور ولسوالۍ په ټنډو مستي سیمه کې د يوه مسافر وړونکي بس او لارۍ ترمنځ ټکر شوی دی.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې ۱۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
په خبر کې راغلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP