<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي چې نن نږدې غرمه مهال یې د پاکستان د بریدونو په غبرګون کې د دغه هېواد په پلازمېنه او نورو ځایونو کې پر یو شمېر نظامي هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.</p>
<p style="text-align: justify;">د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد هوايي ځواکونو نن غرمه شاخوا یوولس بجې د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد کې فیضاباد ښار ته نږدې پر پوځي کمپ، په نوښار کې د پوځ پر کینټ، پر جمرود پوځي کالونۍ او ایبټاباد کې هوايي بریدونه کړي.</p>
<p style="text-align: justify;">سرچینه زیاتوي: «دغه هوايي عملیات په موفقانه توګه ترسره شول چې هلته یې د پاکستان فوج مهم نظامي ځایونه، مراکز او تأسیسات په نښه کړل.»</p>
<p style="text-align: justify;">د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلأي چې دغه بریدونه د پاکستان نظامي حلقې د هغو هوايي تجاوزونو په غبرګون کې ترسره شول چې تېره شپه یې په کابل، کندهار او پکتیا کې ترسره کړل.</p>